پېښور ۔ 01 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې په صوبه كښی امن په ځاې كول د ټولو ګډه ذمه واري ده ، مونږ په بېلو چارو يو بل سره اختلافات لرو خو صوبه كښې امن په ځائې كولو له به مونږ له يو موټې كېدو سره خپل كردار ترسره كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د دربارِ …
خېبر پښتونخوا كښې امن په ځاې كولو له به مونږ ټولو له يو موټې كېدو سره خپل كردار ترسره كول وي : ګورنر فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 01 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې په صوبه كښی امن په ځاې كول د ټولو ګډه ذمه واري ده ، مونږ په بېلو چارو يو بل سره اختلافات لرو خو صوبه كښې امن په ځائې كولو له به مونږ له يو موټې كېدو سره خپل كردار ترسره كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د دربارِ عالیه مرشد آباد شریف عرس دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا له اوږدې مودې راهېسې ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده٬ د سكول كوچنيانو څخه واخله د امنيتي ځواكونو ٬ پوليس افسرانو او ځوانانو او خبريالانو پورې بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو امن په ځاې كولو له قربانۍ وركړې دي۔ ګورنر ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس په هره څانګه كښې په زړه پورې صلاحيتونه لري۔ په قومي كركټ لوبډله كښې د نيمو نه زيات لوبغاړي زمونږ صوبې سره تعلق لري۔ ده ووئيل په صوبه كښې امن په ځائې كولو او مثبت معاشرتي بدلون راوستلو كښې د علماﺀ كرامو كردار زيات مهم دې۔ اولس د هغوي خبره توجه سره اوري۔ ده ووئيل پروردګار زمونږ صوبې ته زيات وسائل وركړې دي او په دې لومړې حق د دې ځاې د ولس دے۔ ده ووئيل د صوبې او ښار بهترۍ له به د ښه او مثبت وړاندېزونو هركلې كولې شي۔ ده ووئيل په صوبه كښې امن په ځاې كولو له به مونږ ټولو له يو موټې كېدو سره خپل كردار ترسره كول وي۔











