د سمندر پورې غاړې پاکستاني غړي د هېواد په پرمختګ، معاشي استحکام او سوکالۍ کښې بنيادي رول ترسره كوي: د سېنېټ دوهم چيئرمېن

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي  د سمندر پورې غاړې پاکستاني غړي د هېواد په پرمختګ، معاشي استحکام او سوکالۍ کښې بنيادي رول ترسره كوي٬ د دوئي د مسئلو حل د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دې۔ دا خبره ده د امريكا او جاپان په شمول بېلو هېوادونو كښې مېشته د پاكستاني وګړو پلاويو ٬ قبائلي مشرانو ٬ وكيلانو ٬ دانشورانو ٬ …

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي  د سمندر پورې غاړې پاکستاني غړي د هېواد په پرمختګ، معاشي استحکام او سوکالۍ کښې بنيادي رول ترسره كوي٬ د دوئي د مسئلو حل د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دې۔ دا خبره ده د امريكا او جاپان په شمول بېلو هېوادونو كښې مېشته د پاكستاني وګړو پلاويو ٬ قبائلي مشرانو ٬ وكيلانو ٬ دانشورانو ٬ د سماجي تنظيمونو استازو او بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكو كسانو سره دلته ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د سمندر پورې غاړې پاكستانيانو په مسئلو ٬ د هغوي د حقونو په تحفظ ٬ د هېواد په سياسي او معاشي وضعه ٬ قامي سلامتيا او نورو اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ ميډيا ډائرېكټورېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر ووئيل د سمندر پورې غاړې پاکستاني وګړي د پاکستان تر ټولو ارزښتمنه پانګه او د ملي اقتصاد یو مهم ستون دي۔ دوئي د خپلې خوارۍ او ترسيلات زر د لارېې د هېواد معيشت مستحكمولو او د پرمختګ او سوكالۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ د دوئي د مسئلو حل د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دې۔ ده ووئيل د وزیراعظم میاں شهباز شریف او چیف آف آرمی اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرتابه كښې پاكستان معاشي استحكام ٬ سياسي بهترۍ ٬ قامي سلامتيا او نړيوالو اړيكو ته د ودې وركولو پلو مخ په وړاندې روان دې۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان په معاشي توګه مضبوط او په سياسي توګه مستحكم او په نړيواله كچه باوقار هېواد جوړولو له به ټولو قوتونو له په ګډه خپل كردار  ترسره كول وي۔

مزید خبریں