په غزه كښې د اسرائيلي پوځ د ډزو او بمبارۍ په نتيجه كښی څلور فلسطيني وګړي شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول

مقبوضه بېت المقدس۔1نومبر (اے پی پی) په غزه كښې د اسرائيلي پوځ د ډزو او بمبارۍ په نتيجه كښی څلور فلسطيني وګړي شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شوي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې وګړې وائل مسلم څو ورځې وړاندې په غربي ښار غزه كښې برج الوحده ته نزدې اسرائيلي بمبارۍ كښې سخت ژوبل شوې و كوم چې د زياتو زخمونو له امله شهيد شو۔ د سوئيلي …

مقبوضه بېت المقدس۔1نومبر (اے پی پی) په غزه كښې د اسرائيلي پوځ د ډزو او بمبارۍ په نتيجه كښی څلور فلسطيني وګړي شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شوي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې وګړې وائل مسلم څو ورځې وړاندې په غربي ښار غزه كښې برج الوحده ته نزدې اسرائيلي بمبارۍ كښې سخت ژوبل شوې و كوم چې د زياتو زخمونو له امله شهيد شو۔ د سوئيلي غزه  په خان يونس ښار كښې ابراج طيبه ته نزدې د اسرائيلي ډرون بريد په نتيجه كښې يو وګړې كامل مصلح شهيد او نور ژوبل شول۔ دغسې د غزه په الشاطبی کېمپ د اسرائيلي ډرون بمبارۍ كښې يو شمېر وګړي ژوبل شول په كومو كښې چې د يو حالت اندېښمن ښودلې شي۔ المغازي كېمپ ته نزدې د قابض ځواكونو په ډزو 5 وګړي ژوبل شول۔ تېره ورځ د النصيرات کېمپ په شمال كښې يو اسرائيلي ډرون بريد كښې ضياﺀ ابو الروس نومې وګړې شهيد شو۔ يو بل وګړې عرفات هم په يو اسرائيلي بريد كښې له سخت ژوبل كېدو وروستو شهيد شو۔ په غزه كښې د روغتييا وزارت رپورټ له مخې اکتوبر 2023 څخه د پېل شوې اسرائيلي جارجيت په نتيجه كښې تر دې دمه 74,570 شهيدان او 175,808 ژوبل شوي دي۔ وزارت په ډاګه كړې چې د 10 اکتوبر 2025 له جنګ بندۍ څخه وروستو د شهيدانو شمېره 1,574 او د ژوبل شوو 5,687 ته رسېدلې ده۔

مزید خبریں