اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د پي آئي اے(پي آئي اے) لومړنۍ بوئنګ 9-787 ډریم لاینر الوتکه پاکستان ته راورسېده۔ د اتوار په ورځ د پي آئي اې د ویاند لخوا د خپور شوي بیان له مخې په لېز ترلاسه شوې نوې ډریم لاینر د یوې الوتنې په ترڅ کښې له لندن څخه اسلام آباد ته راورسېده۔ دا الوتکه د پاکستان په تاریخ کښې په كومه هم ايئرلائن بېړه كښې شامله …
د پي آئي اے اولنۍ بوئنګ 9-787 ډریم لائنر الوتكه اسلام آباد ته راورسېده

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د پي آئي اے(پي آئي اے) لومړنۍ بوئنګ 9-787 ډریم لاینر الوتکه پاکستان ته راورسېده۔ د اتوار په ورځ د پي آئي اې د ویاند لخوا د خپور شوي بیان له مخې په لېز ترلاسه شوې نوې ډریم لاینر د یوې الوتنې په ترڅ کښې له لندن څخه اسلام آباد ته راورسېده۔ دا الوتکه د پاکستان په تاریخ کښې په كومه هم ايئرلائن بېړه كښې شامله شوې د خپل نوعیت لومړنۍ بوئنګ 787-9 الوتکه ده۔ د پي آئي اې سي اي او ائیر وائس مارشل عامر حیات له خپلې ډلې سره یوځای د اسلام آباد په هوايي ډګر کې د ډریم لاینر الوتکې تود هرکلی وکړ۔ د ډریم لاینر شاملول د پي آئي اې د هوايي بېړۍ په نوو کچو د ودرولو او د نړیوال نېټ ورک د پیاوړي کولو د ستراتیژۍ برخه ده۔ د پي آئي اے هدف د نوو الوتکو له لارې د نړیوال معیار سفري اسانۍ او مسافرو ته لا زیات آرام ورکوونکی هوايي سفر برابرول دي۔











