د ګروپ آف ټونټي فور چيئرمېن شپ په نړيواله اقتصادي منظرنامه د پاكستان د مؤثر رول د اعتراف اهم سفارتي پړاؤ دې: وزيراعظم شهباز شريف

لاهور۔1نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان ته د بېن الحكومتي ګروپ آف ټوئنټي فور چیئرمېن شپ په ترلاسه كېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره دا په نړيواله اقتصادي منظرنامه د پاكستان د مؤثر كردار د اعتراف اهم سفارتي پړاؤ ګرځولې دې۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا سفارتي سنګ ميل به په نړيوالو اقتصادي چارو كښې د پاكستان …

لاهور۔1نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان ته د بېن الحكومتي ګروپ آف ټوئنټي فور چیئرمېن شپ په ترلاسه كېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره دا په نړيواله اقتصادي منظرنامه د پاكستان د مؤثر كردار د اعتراف اهم سفارتي پړاؤ ګرځولې دې۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا سفارتي سنګ ميل به په نړيوالو اقتصادي چارو كښې د پاكستان مؤثر رول او غږ لا قوي كړي۔ وزیراعظم د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب او د خزانې وزارت د ټولې ډلې زياتې خوارۍ ٬ اغېزمن سفارتكارۍ او پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كولو سره هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د G-24 چيئرمېن شپ به پاكستان ته يو داسې مهم پلېټ فارم برابر كړي چې په نړيوال مالياتي نظام كښې د ضروري اصلاحاتو، د موسمياتي بدلونو مخنيوي لپاره د عادلانه مالي مرستې او د رامخې ته كېدونكو معيشتونو د تلپاتي پرمختګ موقعو ته د ودې ورکولو لپاره مؤثر رول ولوبوي۔

مزید خبریں