اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ګلګت بلتستان د 79 مې آزادۍ ورځې او پاكستان سره د الحاق سالګرې په موقع د ګلګت بلتستان اولس ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي د دې منطقې په آزادۍ كښې د لارښودو او غېرتي اولس مثالي عزم او قربانۍ د ستاينې وړ دي۔ د نومبر په اولنۍ نېټه كال 1947 ګلګت بلتستان څخه د ډوګرا راجه خاتمه …
د ګلګت بلتستان د 79مې آزادۍ ورځې په مناسبت د وزيراعظم لخوا ولس ته مبارکي؛ دا ورځ زمونږ د ګډ ملي عزم او مړانې څرګندونه كوي: شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ګلګت بلتستان د 79 مې آزادۍ ورځې او پاكستان سره د الحاق سالګرې په موقع د ګلګت بلتستان اولس ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي د دې منطقې په آزادۍ كښې د لارښودو او غېرتي اولس مثالي عزم او قربانۍ د ستاينې وړ دي۔ د نومبر په اولنۍ نېټه كال 1947 ګلګت بلتستان څخه د ډوګرا راجه خاتمه او پاكستان سره الحاق د منطقې د تاريخ يو ځلنده او نه هېرېدونكې باب دے۔ د وزیراعظم آفس ميېډيا ونګ لخوا لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ګلګت بلتستان د قومي ورځې 79 مې سالګرې په موقع خپل پېغام كښی ووئيل دا ورځ زمونږ د ګډ قومي عزم او مړانې عكاسي كوي۔ ده ووئيل په دې ورځ مونږ هغه ټولو مجاهدينو ٬ غازيانو او شهيدانو ته سلام كوو كومو چې د آزادۍ په تحريك كښې قربانۍ وركړې۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د ګلګت بلتستان ترقۍ ٬ سوكالۍ او د ځوانانو د روښانه سباؤن عزم لري۔ او ددې عزم له مخې وفاقي حكومت په ګلګت بلتسان كښې د توان ٬ تعليم ٬ صحت ٬ روزګار او د اولسي تحفظ په شمول يو شمېر څانګو كښې مهم اقدامات كريدي۔ وزیراعظم ووئيل 16 مېګاواټ نلتر هائیډرو پاور پراجېکټ بشپړ شوې دې او دا د ګلګت بلتستان اولس لپاره د توان مسئلې حل كولو حوالې سره يوه انقلابي منصوبه ده۔ وزیر اعظم ووئيل وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان اولس ته ارزان توان وركولو له د 100 مېګاواټ شمسي توان په منصوبه كار پېل كړې دې۔ وزیر اعظم ووئيل په سلطان آباد، بونجی، ګھانچے او سکردو كښې د څلور دانش سكولونو د بنياد تيګه اېښودلې شوې ده۔ د وزيراعظم لېپ ټاپ اسکیم لاندې د ګلګت بلتستان ځوانانو ته تر دې دمه 4245 لېپ ټاپ وركړې شوي دي۔(











