د ګلګت بلتستان د ولس مړانه، قربانۍ او له پاکستان سره د الحاق پرېکړه زمونږ د ګډ تاريخ مهمه برخه ده٬ ولس ته د بنيادي اسانتیاوو رسول باید زموږ لومړنۍ ترجیح وي: د ګلګت بلتستان د آزادۍ د 79مې کلیزې په مناسبت د ولسمشر آصف علي زرداري پیغام

اسلام آباد۔01 نومبر (اے پی پی)ولسمشر آصف علی زرداری وئيلي دي د ګلګت بلتستان د ولس مړانه، قربانۍ او له پاکستان سره د الحاق پرېکړه زمونږ د ګډ تاريخ مهمه برخه ده٬ ولس ته د بنيادي اسانتیاوو رسول باید زموږ لومړنۍ ترجیح وي۔ د ايوان صدر ميډيا  ونګ له مخې هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګلګت بلتستان د آزادۍ 79 مې كليزې په مناسبت خپل پېغام كښې وكړه كومه  …

اسلام آباد۔01 نومبر (اے پی پی)ولسمشر آصف علی زرداری وئيلي دي د ګلګت بلتستان د ولس مړانه، قربانۍ او له پاکستان سره د الحاق پرېکړه زمونږ د ګډ تاريخ مهمه برخه ده٬ ولس ته د بنيادي اسانتیاوو رسول باید زموږ لومړنۍ ترجیح وي۔ د ايوان صدر ميډيا  ونګ له مخې هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګلګت بلتستان د آزادۍ 79 مې كليزې په مناسبت خپل پېغام كښې وكړه كومه  چې  سبا د اتوار په ورځ د نومبر په اولنۍ نېټه لمانځلې شي۔ صدر مملکت ووئيل 79 كاله آګاهو په دې ورځ د ګلګت بلتستان مېړني اولس د ډوګره راج استعماري تسلط ختمولو سره د آزادۍ اعلان وكړو او دغې څخه سمدستي وروستو يۍ قائد اعظم (رح) ته پاكستان سره د الحاق چيټۍ واستوله۔ ده د ګلګت بلتستان اولس ته د آزادۍ ورځې په موقع مباركي وركولو سره د ډوګره راج خلاف په تاريخي ستړو كښی په برخه اخستونكو ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔ ده ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو  په كال 1972ء كښې د صدر پاكستان په حېث په ګلګت بلتستان كښې د اصلاحات يوه تاريخي لړۍ پېل كړه۔ هم په دغه كال كښې يۍ د فرنټیئر کرائمز رېګولېشن (اېف سی آر) او جاګیردارانه نظام ختم كړو،  پخوانې ايجنسي نظام ختمولو سره يۍ نوې انتظامي او عدالتي ډھانچه معارفي كړه۔ ده ووئيل د اصلاحات دا عمل په 1974ء كښې هم روان پاتې شو۔ صدر مملکت ووئيل شهیدې محترمې بے نظیر بھټو د كال 1994ء لیګل فرېم ورک آرډر د لارې دا عمل مخ په وړاندې بوتلو چې په نتيجه كښې يۍ ناردرن ایریاز قانون ساز کونسل  جوړ كړی شو۔ دا پېش رفت 2009ء كښې د صدر آصف علی زرداری په مشرۍ كښې د پیپلز پارټۍ حكومت كښې نور هم وړاندې لاړو او د ګلګت بلتستان خپلواكه جوړولو آرډر معارفي كړې شو ، سيمې ته موجوده نامه وركړې شوه او قانون ساز اسمبلي ٬ ټاكلې وزيراعلی او د ګورنر عهدې وضع كړې شوې۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس د پاكستان دفاع او پرمختګ كښې د قدر خذمات ترسره كري دي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان غرونه ، ګلېشیئرز، دریابونه او كلتوري ورثه د پاكستان په سترو اثاثو كښې شامل دي۔ سیاحت د ځائي آبادۍ د روزګار او ځائي اقتصادياتو ودې ذريعه جوړېدې شي ولې بياهم راتلونكو نسلونو لپاره د قدرتي چاپېريال تحفظ اړين دې۔ صدر مملکت د ګلګت بلتستان اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې دا منطقه به د امن ٬ سوكالۍ او په پرمختګ په لاره پرله پسې روانه وي۔

مزید خبریں