د نومبر اولنۍ نېټه خپلو شهيدانو او غازيانو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده ٬ مونږ د خپلو مشرانو په قربانيو وياړو: د ګلګت بلتستان وزيراعلی

ګلګت۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلی امجد حسېن وئيلي دي چې د نومبر اولنۍ نېټه خپلو شهيدانو او غازيانو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده كومو چې ډوګره راج څخه آزادي ترلاسه كولو له ځاګنګړې قربانۍ وركړې ٬ مونږ د خپلو مشرانو په قربانيو وياړو او د هغوي ستړې مونږ لپاره د لارې مشال دي۔ په ګورنمنټ ګرلز هائی سکول نمبر 2 كښې د ګلګت …

ګلګت۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلی امجد حسېن وئيلي دي چې د نومبر اولنۍ نېټه خپلو شهيدانو او غازيانو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده كومو چې ډوګره راج څخه آزادي ترلاسه كولو له ځاګنګړې قربانۍ وركړې ٬ مونږ د خپلو مشرانو په قربانيو وياړو او د هغوي ستړې مونږ لپاره د لارې مشال دي۔ په ګورنمنټ ګرلز هائی سکول نمبر 2 كښې د ګلګت بلتستان آزادۍ حوالې سره راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وزيراعلی ووئيل د آزادی حقیقی مفهموم دا داې چې د پرېكړې كولو اختيار ځائي مشرتابه سره وي ، ګلګت بلتستان ته 95 فيصده حقوق ترلاسه شوي دي او 5 فيصد لپاره زمونږ سياسي ستړې روانې دي٬ مونږ د مقبوضه كشمير د آزادۍ هم بشپړ ملاتړ كوو او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره به غږ پورته كوو۔ ده ووئيل مونږ په خپلو ځوانانو وياړو كومو چې د تعليم په مېان كښې د ګلګت بلتستان نامه روښانه كړې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې دې دستورې د معياري تعليم ٬ جدت او عملي تربيې اهميت په ډاګه كولو سره سره ددې عزم هم عكاسي كوله چې ځوانان په خپلو پښو اودرولو سره دوي د ګلګت بلتستان په پرمختګ او روښان سباؤن كښی د مثبت رول لوبولو جوګه كړې شي۔

مزید خبریں