اېبټ آباد – د ځمكې په شخړه روانه جرګه كښې د ډزو پېښه ٬ 2 وروڼه په حق ورسېدل ٬ بريد ګر ونيولې شو

اېبټ آباد۔ 31 اکتوبر(اے پی پی) د ګليات په چھانګله ګلي تاجوال سيمه كښې د ځمكې په شخړه جرګه كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې 2 وروڼه په حق ورسېدل۔ بريدګر ونيول شو۔ د پوليس له مخې په تاجوال كښې د ځمكې په شخړه جرګه روانه وه ٬ په دې د منظور شاه په ډزو دوه وروڼه تحسين شاه او حضر شاه په حق ورسېدل۔ د پېښې اطلاع په …

اېبټ آباد۔ 31 اکتوبر(اے پی پی) د ګليات په چھانګله ګلي تاجوال سيمه كښې د ځمكې په شخړه جرګه كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې 2 وروڼه په حق ورسېدل۔ بريدګر ونيول شو۔ د پوليس له مخې په تاجوال كښې د ځمكې په شخړه جرګه روانه وه ٬ په دې د منظور شاه په ډزو دوه وروڼه تحسين شاه او حضر شاه په حق ورسېدل۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د چھانګله ګلي پوليس د پېښې ځاې ته ورسېد او كارروائي كولو سره يۍ بريدګر منظور شاه ونيولو۔ پوليس د مړو شوو جسدونه پوسټ مارټم لپاره نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ كوم چې له ضروري قانوني كارروايۍ وروستو پلرنۍ سيمې پنډۍ ته روان كړې شول۔

مزید خبریں