ملتان۔ 30 اکتوبر (اے پي پي) سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني وئېلي دي کومه هم ټولنه د تعليم نه بغير پرمختګ نشي كولې ، انجمن اسلاميه د تعليم په وده كښې به خپل په زړه پورې کردار روان ساتي ،دا يو مسلمه حقيقت دے چې دِ پاکستان جوړېدو نه وړاندې ملتان كښې د مسلمانانو وړومبۍ تعليمي اداره انجمن اسلاميه جوړه شوې وه او نن هم د دې ادارو د …
کومه هم ټولنه د تعليم نه بغير پرمختګ نشي كولې ، د انجمن اسلاميه تعليمي ادارو ته به نوره پراختيا وركوو ۔سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
ملتان۔ 30 اکتوبر (اے پي پي) سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني وئېلي دي کومه هم ټولنه د تعليم نه بغير پرمختګ نشي كولې ، انجمن اسلاميه د تعليم په وده كښې به خپل په زړه پورې کردار روان ساتي ،دا يو مسلمه حقيقت دے چې دِ پاکستان جوړېدو نه وړاندې ملتان كښې د مسلمانانو وړومبۍ تعليمي اداره انجمن اسلاميه جوړه شوې وه او نن هم د دې ادارو د لارې د تعليم لړۍ روانه ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورح په شوکت حسين اسلاميه کنډرګارټن سکول دولت ګيټ كښې د انجمن اسلاميه صدر مخدوم سيد عمران الحسن ګيلاني او سيکرټري جنرل مخدوم سيد عامر ګيلاني د اړخه پخپل درناوي كښې د هر كلي دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني ووئېل دا يوه مسلمه حقيقت دے چې د پاکستان جوړېدو نه وړاندې مسلمانانو ته به د هندوانو په سکولونو كښې داخله نه تر لاسه كېده خو مخدوم سيد صدرالدين ګيلاني رحمۃ الله عليه د انجمن اسلاميه بنياد كېښودو او د مسلمانانو لپاره يې وړومبۍ تعليمي اداره جوړه كړه ۔ په دې موقع مخدوم سيد عمران الحسن ګيلاني د چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني پشمول د ټولو ګرانو د راتګ مننه وكړه ۔ دستوره كښې چيئرمين تحريکِ امن پاکستان مخدوم سيد غلام يزداني ګيلاني، د صوبائي اسمبلۍ پخوانے غړے مخدوم سيد احمد مجتبيٰ ګيلاني، سجاده نشين دربار حضرت موسيٰ پاک شهيد مخدوم سيد ابوالحسن ګيلاني، مخدوم سيد عامر ګيلاني، مخدوم شعيب اکمل هاشمي، مخدوم ډاکټر عالم ګيلاني، مخدوم سيد غلام مصطفيٰ شاه ګيلاني، مخدوم سيد مسعود اکمل هاشمي، خاور شفقت حسنين بھټه، ملک محمد يوسف، اشرف قريشي، دلاور قادري، اسد ممتاز سيال او منور خورشيد پشمول نورو ګډون كولو۔











