د بدلېدونكې، فعاله او مضبوطې خېبر پښتونخوا وژن له مخې  د تعليم، روغتيا، پوليس، ډيجيټل واكمنۍ او د اولسي سهولتونو په څانګو كښې اصلاحات روان دي۔ ثمر هارون

پېښور 30 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د ګورنر د اطلاعات سلاحكارې ثمر هارون بلور وئيلي دي  د "بدلېدونكې، فعاله او مضبوطې خېبر پښتونخوا وژن" له مخې په صوبه كښې اداره جاتي اصلاحات، ښې واكمني، سپېځلتيا او اولس ته ښه سهولتونو وركولو لپاره عملي ګامونه اغستلې شي  ۔ اطلاع سيل سول سيکرټريټ پېښور كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ثمر هاورن بلور ووئيل  خبرلايانو سره د شوو …

پېښور 30 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د ګورنر د اطلاعات سلاحكارې ثمر هارون بلور وئيلي دي  د “بدلېدونكې، فعاله او مضبوطې خېبر پښتونخوا وژن” له مخې په صوبه كښې اداره جاتي اصلاحات، ښې واكمني، سپېځلتيا او اولس ته ښه سهولتونو وركولو لپاره عملي ګامونه اغستلې شي  ۔ اطلاع سيل سول سيکرټريټ پېښور كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ثمر هاورن بلور ووئيل  خبرلايانو سره د شوو لوظونو له مخې د ګورنر او ايډوائزري کونسل هلې ځلې، اقدامات او پېشرفت څخه به ميډيا مسلسل خبر ساتلے شي۔ دې ووئيل  د پېښور په دير كالونۍ كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښې نه وروستو ګرده صوبه كښې د سرکاري و نجي سکولونو او مدارس معائنه شوې، په دې موقع په 4049 تعليمي ادارو كښې د بيا رغونې و بحالي ضرورت رامخې ته شوے دے٬ د دې ادارو بهترۍ لپاره يو جامع منصوبه جوړولې شي٬ د ځپلو ادارو زده كوٶنكي نزدې سركاري سكولونو ته منتقل كول، د كلاسونو له مخې د دوي ايډجسټمنټ او د ضرورت له مخې د دوېم شفټ پېل كولو منصوبه بندي هم  روانه ده دغسې چې د ماشومانو د تعليم سلسله متاثره نشي۔ ثمر هارون بلور ووئيل  د بدلېدونكې، فعاله او مضبوطې خېبر پښتونخوا وژن له مخې  د تعليم، روغتيا ، پوليس، ډيجيټل ګورننس او د اولسي سهولتونو په څانګو كښې اصلاحات روان دي۔

مزید خبریں