د ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې غونډه، د خېبر سټار ټېلنټ اېنډ کلچرل پروموشن پروګرام په اړه بريفنګ

پېښور 30 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د خېبر سټار ټېلنټ اېنډ کلچرل پروموشن پروګرام په اړه غونډه وشوه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې د اطلاعاتو سلاحكاره ثمر هارون بلور، سېکرټري اطلاعات بختيار خان او د سېکرټري سپورټس آصف پشمول د اړوند څانګو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي ته …

پېښور 30 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د خېبر سټار ټېلنټ اېنډ کلچرل پروموشن پروګرام په اړه غونډه وشوه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې د اطلاعاتو سلاحكاره ثمر هارون بلور، سېکرټري اطلاعات بختيار خان او د سېکرټري سپورټس آصف پشمول د اړوند څانګو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي ته د پروګرام په اغراض و مقاصد، طريقه کار او د انتخاب د پړاٶ پشمول په نورو اړخونو تفصيلي بريفنګ هم وركړې شو۔ د بريفنګ له مخې د پروګرام مقصد د زلمو ټېلنټ ته وده وركول او په صوبه كښې كلتور او روايات رامخې ته كول دي۔ د بريفنګ له مخې آډيشن لپاره د صوبې په بېلو ضلعو كښې به كېمپ لګولې شي او په پروګرام كښې سپېځلتيا او معيار باوري كولو لپاره به د اړوند څانګو پشمول كمېټي جوړولې شي۔

مزید خبریں