د سعودي پايه تخت كښې د دوو میزائلو ملبه پرېوتو څخه يو كس ژوبل  ،  كور او ګاډي ته زيان ورسېد

ریاض ۔30اکتوبر  (اے پي پي)د سعودي عرب  پايه تخت  ریاض كښې د  دوو میزائلو ملبه برېوتو   څخه يو  كس ژوبل شو  او  يو كور او  ګاډي  ته زيان ورسېد ۔ د اردو نیوز  تر مخه د  سعودي سول ډیفنس وئېلي دي  ریاض كښې د انټرسیپټ کوونكو دوو بیلسټک میزائلو ملبه پرېوتو څخه  يو كس ژوبل او يو  كور او ګاډي  ته زيان ورسېد ۔ یمن كښې د قانوني حکومت بحالۍ …

ریاض ۔30اکتوبر  (اے پي پي)د سعودي عرب  پايه تخت  ریاض كښې د  دوو میزائلو ملبه برېوتو   څخه يو  كس ژوبل شو  او  يو كور او  ګاډي  ته زيان ورسېد ۔ د اردو نیوز  تر مخه د  سعودي سول ډیفنس وئېلي دي  ریاض كښې د انټرسیپټ کوونكو دوو بیلسټک میزائلو ملبه پرېوتو څخه  يو كس ژوبل او يو  كور او ګاډي  ته زيان ورسېد ۔ یمن كښې د قانوني حکومت بحالۍ لپاره   د جوړ اتحاد وياند ووئېل د زيارت په مازيګر د حوثیي ملیشیا د اړخه د  ریاض په لور دوه توغولي شوي بیلسټک میزائل انټرسیپټ كولو سره تباه كړے شول ٬ دغسې د جمعې په سهار د مغربي  ريجن په لور  توغولے شوے کروز میزائل هم هدف ته د رسېدو نه وړاندې تباه كړے شو ۔د دې نه وړاندې د سعودي سول ډیفنس د زيارت په ورځ  مازيګر ریاض، نجران او الخرج كښې د  ممکنه خطرو خبردارے جاري كړؤ خو نزدې 20 منټه پس  په دغه منطقو كښې  د خطر لرې كېدو اعلان وكړے شو ۔

مزید خبریں