لاهور۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محشن نقوي د اړخه ټرائي نېشن سېريز كښې د ګدون كوونكو لوبډلو لولغاړو او د آفيشلز په درناوي كښې په شاهي قلعه كښې خاص دستوره وشوه ٬ چې پكښې د پاكستان ٬ انګلېند او سري لنكا لوب ډلو لوبغاړو ٬ كوچنګ او منېجمنټ اسټاف ګډون وكړو۔ غېر ملكي لوبغاړو او آفيشلز ته د شاهي مېلمنو غوندې هر كلے …
ټرائي نېشن سېريز كښې د ګدون كوونكو لوبډلو لوبغاړو او آفېشلز په درناوي كښې دستوره

مزید خبریں
لاهور۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محشن نقوي د اړخه ټرائي نېشن سېريز كښې د ګدون كوونكو لوبډلو لولغاړو او د آفيشلز په درناوي كښې په شاهي قلعه كښې خاص دستوره وشوه ٬ چې پكښې د پاكستان ٬ انګلېند او سري لنكا لوب ډلو لوبغاړو ٬ كوچنګ او منېجمنټ اسټاف ګډون وكړو۔ غېر ملكي لوبغاړو او آفيشلز ته د شاهي مېلمنو غوندې هر كلے ووئېل شو او د هغوي شاهي مېلمستيا هم وكړې شوه۔ د پي سي بي چيئرمېن په عالمګيري دروازه د ټولو ډلو لوبغاړو او آفيشلز هر كلے وكړو۔دغسې مېلمنو د شاهي قلعه ٬ بادشاهي مسجد او د اقبال د مزار هم دوره وكړه ۔ چرته چې ورته د دغې تاريخي ودانيو د اهميت او د مغل دورې تاريخ په اړه هم ووئېل شول۔ دوي د د شاهي قلعې ٬ ديوان عام ٬ بارود خانې او د شيش محل دوره هم وكړه او په تاريخي ورثه كښې يې ډېره خوښي ولرله۔ په دې مهال د ډهول وهونكو ډلې په زړه پورې پرفارمنس وړاندې كړو كوم چې لوبغاړو ډېر خوښ كړو۔











