کوئټه ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي)د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي وئېلي دي د صوبې څخه د ترهه ګرۍ فضا په ختمولو به د ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شي ، بزدلانه بريدونه د حکومت عزم او حوصلې نشي كمزور كولې، د بلوڅو انجونې او هالكان د تعلیم څخه لرې ساتل د ترهه ګرو مقصد دے خود بلوچستان حکومت به په هيڅ صورت تعلیمې ادارې بندې نه …
د صوبې څخه د ترهه ګرۍ په فضا ختمولو به ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شي ، وزیراعلیٰ بلوچستان

مزید خبریں
کوئټه ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي)د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي وئېلي دي د صوبې څخه د ترهه ګرۍ فضا په ختمولو به د ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شي ، بزدلانه بريدونه د حکومت عزم او حوصلې نشي كمزور كولې، د بلوڅو انجونې او هالكان د تعلیم څخه لرې ساتل د ترهه ګرو مقصد دے خود بلوچستان حکومت به په هيڅ صورت تعلیمې ادارې بندې نه كړي بلکې خپلو ماشومانو ته به د تعلیم، شعور او روزګار موقعې وركوي ، ده ووئېل كوم خلق چې د ریاست آئین او قانون په دائره كښې د دلیل په بنیاد خبره كول غواړي د هغوي لپاره د ریاست دروازې عمر له پرانستې پرتې دي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ صوبه كښې د امنيت په وضعه خبرې كولې۔ وزیراعلی د نوشکي په ګرلز کالج كښې رامخې ته شوې پیښه خفګاني ګرځولو سره ووئېل تېره ورځ کالج ته د بی ایل اے ترهه ګر داخل شوي او او درې طالبات يې ژوبل كړي دي ۔ وزیراعلی د دغې بزدلانه کارروائۍ سختې غندنې كولو سره ووئېل د بلوچستان اولس، په خاص توګه ژوبل طالبات او د هغوي مور پلار له باور وركړو چې حکومت به دې قاتلانو پسې ځي او سیکیورټي فورسز دغې ظالمانو او ترهه ګرو ته په رسېدو به هغوي خپل کردار ته رسوي۔











