پاکستان په ملګرو ملتونو كښې د ايران په جوهري معامله سفارتي تعطل ختمولو،په خبرو اترو د حل غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه 28 اکتوبر  (اے پي پي) پاکستان په فرېقېن په سمدستي تحمل څرګندونې زور راوړلو سره د ايران په جوهري معامله سفارتي تعطل ختمولو او په خبرو اترو د حل باوري كولو غوښتنه كړې ده ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاکستان لنډ مهاله مستقل استازي  عثمان جدون تيره ورځ سلامتي کونسل كښې د ايران د جوهري وزسلو نه خپرولو  په سرخط د بحث په مهال ووئيل د ايران جوهري …

ملګري ملتونه 28 اکتوبر  (اے پي پي) پاکستان په فرېقېن په سمدستي تحمل څرګندونې زور راوړلو سره د ايران په جوهري معامله سفارتي تعطل ختمولو او په خبرو اترو د حل باوري كولو غوښتنه كړې ده ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاکستان لنډ مهاله مستقل استازي  عثمان جدون تيره ورځ سلامتي کونسل كښې د ايران د جوهري وزسلو نه خپرولو  په سرخط د بحث په مهال ووئيل د ايران جوهري شخړې هوارے بايد د اړوندو ډلو د حقونو، ذمه دارو او فرائض له مخې د خبرو اترو د لاري ولټولې شي دغسې چې د جوهري وسلو نه خپرولو نظام په ځائے ساتلو سره سيمه ايزه او نړيواله سلامتيا و امن هم باوري شي۔د پاکستان استازي  تاؤ ترېښوالي كمولو،د ايران په ضد د امريکې او اسرائيل جنګ كښې د جنګ بندۍ او سيمه ايز استحکام لپاره د پاکستان سفارتي هڅي رامخې ته كړي۔ده په جون مياشت كښې  د ترسره شوي اسلام آباد مفاهمتي يادداښت (اېم او يو) حواله وركولو سره ووئيل دغه پيشرفت د دې خبري ثبوت دے چې سفارتي کاميابي ممکن ده۔  ده ووئېل په كال 2015 كښې سلامتي کونسل د شريكې جامع منصوبې د عمل (جے سي پي او اے) توثيق کړے ؤ۔ دغه يوه تاريخي لوظ نامه وه چې ترمخه ئې ايران له په بنديزونو كښې د ريليف وركولو په بدل كښې د جوهري پروګرام حدود ښودلې شوي وو او لس كلنه د نګراني نظام معارفي كړے شوے ؤ۔ په دغه لوظ نامه كښې ’’سنيپ بيك‘‘ تګلاره هم شامله وه،چې له مخې ئې د ايران د اړخه د  لوظ نامې ذمه وارۍ نه پوره كولو په صورت بنديزونه بيا بحاليدے شول

مزید خبریں