پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کندي په كوز جنوبي وزیرستان كښې په كورونو او انګور اډہ بازار د افغان طالبان رجیم د بې درېغه ډزو سخته غندنه كړې ده۔ د شورو په ورځ د ګورنر هاوس پیښور وياند د اړخه جاري بیان تر مخه فیصل کریم کنډي ووئېل د افغان طالبان رجیم د اړخه د وګړو ودانۍ او د انګور اډې بازار …
د خېبر پښتونخوا ګورنر كوز جنوبي وزیرستان كښې په كورونو او د انګور اډې په بازار د افغان طالبان رجیم د ډزو سخته غندنه وكړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کندي په كوز جنوبي وزیرستان كښې په كورونو او انګور اډہ بازار د افغان طالبان رجیم د بې درېغه ډزو سخته غندنه كړې ده۔ د شورو په ورځ د ګورنر هاوس پیښور وياند د اړخه جاري بیان تر مخه فیصل کریم کنډي ووئېل د افغان طالبان رجیم د اړخه د وګړو ودانۍ او د انګور اډې بازار په نخښه كول د غندنه وړ دي۔ ده ووئېل د پاکستان وسله وال پوځ سمدستي ، په زړه پورې او پرېكنده ځواب وركولو ته سلام كوم۔ ده ووئېل د افغان طالبان رجیم بايد په كومه ناپوهۍ كښې پاتي نه شي ، پاکستان پخپل اولس د بريد او د هېواد د خودمختارۍ خلاف ورزۍ بيخي به ونه زغمي۔ ګورنر ووئېل خیبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د زرګونو ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ده ووئېل چاته به هم د پاکستان د اولس يرولو او د هېواد سلامتیا ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو، د پاکستان خلاف د كوم هم يرغل به په زړه پورې عزم او ثابت قدمۍ سره ځواب وركولې شي ۔ ګورنر ووئېل د ګران وطن د يو يو انچ دفاع لپاره د پاکستان وسله وال پوځ ته د ټول قام ملاتړ تر لاسه دے ، هيڅ يوه دړكه یا بزدلانه کارروائۍ د پاکستان د دفاع قامي عزم کمزورے كولې نشي۔ ده ووئېل د پاکستان خودمختارۍ، سيمه ايزې سلامتيا او د اولس په تحفظ به كومه سودا نه كېږي











