د پاكستان كركټ ډله  د هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ كښې ګدون لپاره روانه شوه

لاهور 28 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان كركټ ډله  په هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ كښې ګدون لپاره روانه شوې ده ٬ د قامي ډلې مشري به عباس آفريدي كوي۔  درې ورځنے هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ به د 30 اكتوبر نه تر وړومبي نومبر دوام لري۔  چې پكښې 12 لوب ډلې برخه اخلي ۔ د  د پي سي بي وياند تر مخه په ټورنامنټ كښې شرېكې ډلې په 4  ګروبس وېشلې …

لاهور 28 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان كركټ ډله  په هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ كښې ګدون لپاره روانه شوې ده ٬ د قامي ډلې مشري به عباس آفريدي كوي۔  درې ورځنے هانګ كانګ سكسز ټورنامنټ به د 30 اكتوبر نه تر وړومبي نومبر دوام لري۔  چې پكښې 12 لوب ډلې برخه اخلي ۔ د  د پي سي بي وياند تر مخه په ټورنامنټ كښې شرېكې ډلې په 4  ګروبس وېشلې شوي دي۔  پاكستان په ګروپ سي كښې شامل كړے شوے ۔د پاكستان په ډله كښې كپتان عباس آفريدي  نه علاوه عبدالصمد ٬ احمد دانيال ٬ محمد عرفان ٬ خواجه محمد شهزاد او سعد مسعودي شامل دي۔  قامي ډله په ټورنامنټ كښې د ښې كاركردګۍ ښودلو او د بريا تر لاسه كولو لپاره به مېدان ته كوزېږي۔

مزید خبریں