ټينس يورپ جونيئر ماسټرز 2026 ترسره شو ٬ د  4 نوو چيمپيئنز تاج پوشي ٬ په مقابلو كښې د مصنوعي ځېركتيا په وړومبي وارې ګدون

مونټي كارلو۔ 27 اكتوبر (اے پي پي)  مونټي كارلو كښې د ټينس يورپ جونيئر ماسټرز 2026 تر سره شو  چې پكښې د انډر 14 او انډر 16 هلكانو او انجونو كېټېګرېز كښې 4 لوبغاړو د چيمپيئنز  جوړېدو درناوے تر لاسه كړو۔   د شنهوا تر مخې  د اروپا حونيئر ټينس سېزن  په دې مهم ايونټ كښې په وړومبي وارې د مصنوعي ځېركتيا تر مخه د مېچ تجزيې له جديد ټېكنالوجي معرفي  …

مونټي كارلو۔ 27 اكتوبر (اے پي پي)  مونټي كارلو كښې د ټينس يورپ جونيئر ماسټرز 2026 تر سره شو  چې پكښې د انډر 14 او انډر 16 هلكانو او انجونو كېټېګرېز كښې 4 لوبغاړو د چيمپيئنز  جوړېدو درناوے تر لاسه كړو۔   د شنهوا تر مخې  د اروپا حونيئر ټينس سېزن  په دې مهم ايونټ كښې په وړومبي وارې د مصنوعي ځېركتيا تر مخه د مېچ تجزيې له جديد ټېكنالوجي معرفي  كړې شوه۔  د مونټي كارلو كلب په كلے كورټ كښې تايبا سيالو كښې  د 32 اعلې درجه بندۍ لوبغاړو ګدون وكړو۔ د هلكانو په انډر 16 فائنل كښې د پولېنډ  بلېزے  كرزيسكو د هنګري  مارك جوني ته په 4 ۔6  1۔6 ماتې وركولو سره فائنل وګټلو او د جونئير  ماسټر ټائټل ګټونكے وړومبے پولش لوبغاړے وګرځېدو۔ د انجونو په انډر 16 كښې د يونان ليډيا پانا ګيوټيدو د سربيا زانا پيريچاته په سټريټ سيټس كښې په 2۔6  او 3۔6  ماتې وركولو  ټرافي پخپله نامه كړه۔ دغسې د هلكانو په انډر 14 سيالو كښې د روس رافېل پاپوئن د بلغاريه برونوژنيف ته په ماتې وركولو چيمپيئن پخپله نامه كړو۔ د سوريه لوبغاړي  په مهمو لمحو كښې حوصله په ځائے اوساتله او پرېكنده بر لاسے يې تر لاسه كړو او ټائټل يې وګټلو۔ د انجونو په انډر 13 كښې  13 كلنه مايا چير ژينكو  د اټاليا  اوليويا سرينا  مونټيچلز ته په 6۔7  او په 4۔6  ماتې وركولو  تاريخ رقم كړو ۔ هغه د دې ټائټل ګتونكې د يوكرېن وړومبۍ  لوبغاړې ده

مزید خبریں