د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې  د كشمير تورې ورځ په لړ كښې لاريون وشو

پېښور 27 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د نهي په ورځ د كشمير تورې ورځ په لړ كښې لاريون وشو۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې لاريون كښې د اطلاعات مشاورې ثمر بلور، د تعليم صلاحكار ډاكټر عامر عبدالله، د كورنيو چارو صلاحكار كفايت الله، حريت لارښود داؤد خان يوسفزئي پشمول سركاري افسرانو، ملازمانو او زدكوونكو په ګڼ شمير كډون وكړو۔د …

پېښور 27 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د نهي په ورځ د كشمير تورې ورځ په لړ كښې لاريون وشو۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې لاريون كښې د اطلاعات مشاورې ثمر بلور، د تعليم صلاحكار ډاكټر عامر عبدالله، د كورنيو چارو صلاحكار كفايت الله، حريت لارښود داؤد خان يوسفزئي پشمول سركاري افسرانو، ملازمانو او زدكوونكو په ګڼ شمير كډون وكړو۔د لاريون ګډون كوونكو د كشميريانو سره د يووالي څرګندونه، د هند د قبضې په ضد يو دقيقه خاموشي اختيار كړه۔لاريون ته وينا كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل 27 اكتوبر د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې په مقبوضه جموں و كشمير د هند قبضې په ضد توره ورځ لمانځلې كيږي۔ده ووئيل د كشميريانو د  آزادۍ هلو ځلو او ځانګړو قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل  د كشميريانو د هيلو له مخې دې هغوي له د خپل سباؤن د پريكړي حق وركړر شي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس هم د پاكستاني قام په شان د مظلومه كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كوي۔ده ووئيل نړۍ له دا پيغام وركړے شوے چې پاكستانے قام امن خوښے دے او د كشمير مسئله د خبرو اترو د لارې هوارول غواړي

مزید خبریں