پیښور۔ 26 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي 27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده ، چې كله په كال 1947 كښې هندي پوځ په جموں و کشمیر ناجائز قبضه وكړه ٬ د دغې نه پس کشمیرے اولس د حقِ خودارادیت تر لاسه كولو لپاره پرله پسې هلې ځلې كوي ۔ دا ورځ د کشمیري اولس د آزادۍ لپاره لازواله هلو …
27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده ، چې كله په 1947 كښې هندي پوځ په جموں و کشمیر ناجائزه قبضه وكړه ، ګورنر فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پیښور۔ 26 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي 27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده ، چې كله په كال 1947 كښې هندي پوځ په جموں و کشمیر ناجائز قبضه وكړه ٬ د دغې نه پس کشمیرے اولس د حقِ خودارادیت تر لاسه كولو لپاره پرله پسې هلې ځلې كوي ۔ دا ورځ د کشمیري اولس د آزادۍ لپاره لازواله هلو ځلو، قربانیو او د هندي ظلمونو د يو اوږد تاریخ یادګېرنه كوي كوم چې د کشمیري اولس د هيلو چقولو او د دوي څخه د حقِ خودارادیت تروړلو د يو دردناك داستان پېل ؤ ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده میډیا ته جاري خپل پیغام كښې وكړه ۔ د كشمير تورې ورځې په موقع خپل پیغام كښې ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل هند د څو لسيزو څخه په مقبوضه جموں و کشمیر ظلم و جبر روان ساتلے دے ۔ په بے ګناہ کشمیریانو ظلمونه، ماورائے عدالت وژلو ، جبري بې دركيو، غیر قانوني ګرفتاریو او د بنیادي بشري حقونو له مينځه وړل د هند د ریاستي جبر ښكاره ثبوت دے ۔ ده ووئېل هند دې دا خبره ياده اوساتي چې د طاقت په زور د کشمیري اولس غږ غلے كولې نشئ او نه د دوي د آزادۍ هلې ځلې ختمولې شئ ۔ ده ووئېل د کشمیري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي او د هند جبر د دوي په عزم ختمولو كښې ناکامه راغلے دے











