عمان۔26 اطتوبر (اے پي پي) د اردن چارواكو اعلان كړے دے چې زمونږ محكمې پېلك سېكيورټي په الكرك كښې په حمود چرچ بريد كښې ككړ درې واړه تورن نيولي دي۔ په پېښه كښې 9 كسان وژلې شوي وو۔ بي بي سي د اردن سركاري ټېلې وژن ترمخه ووئېل په تېره جمعه د ترهه ګر بريد نه سمدستي پس پېل شوې لټون او چهاپه مار كارروايۍ د ګل تر سهار روانې …
د اردن چارواكو په چرچ د بريد كوونكو درې واړو تورنو د نيولو ادعا

مزید خبریں
عمان۔26 اطتوبر (اے پي پي) د اردن چارواكو اعلان كړے دے چې زمونږ محكمې پېلك سېكيورټي په الكرك كښې په حمود چرچ بريد كښې ككړ درې واړه تورن نيولي دي۔ په پېښه كښې 9 كسان وژلې شوي وو۔ بي بي سي د اردن سركاري ټېلې وژن ترمخه ووئېل په تېره جمعه د ترهه ګر بريد نه سمدستي پس پېل شوې لټون او چهاپه مار كارروايۍ د ګل تر سهار روانې وې د كومو درك چې د الكرك ګورنرۍ په يو ويران كور كښې ولګولې شو۔ د پبلك سېكورټي ترمخه خاص تحقيقاتي او چهاپه مارو ډلو د وسله والې نښتې نه پس درې واړه تورن ګرفتار كړل۔ د كاروائۍ په مهال درې واړه مشتبه كسان ژوبل شوي او د امنيتي ادارو كوم اهلكار نه دې ژوبل شوے۔ د اردن د مواصلات او حكومتي چارو وياند محمد المومني ووېل مونږ به د اردن امن او د وګړو سلامتيا ته د زيان رسونكو په ضد د ټول قوت سره كاروائۍ كوو او هيڅ ډول نرمي به نه كېږي۔ د هغي وېنا وه د ترهه ګرۍ لپاره زمونږ په ټولنه كښې هېڅ ځاې نشته ٬ د دين ٬ روايات او اخلاقيات نه سرغړونه كوونكې دې ډلې ته به د امنيتي ځواكونو د لاسو د خپل اعمال سزا تېرول وي۔











