سعودي ولي عهد سره د  یونان وزیراعظم ملاقات، انرژۍ او د سرمایه  کارۍ  په اړه د مرستې زياتولو عزم

ریاض ۔26اکتوبر  (اے پي پي ) سعودي ولي عهد/ وزیراعظم شهزادہ بن سلمان په ریاض كښې د یونان وزیراعظم کیریاکوس میتسو تاکیس هر كلے وكړو۔ د ایس پی اے  ترمخه د  یونان وزیراعظم لپاره  قصر یمامه كښې  رسمي  د هر كلي دستوره وشوه٬ د دغې نه پس رسمي ملاقات وشو۔ ملاقات كښې د  سعودي عرب او  یونان اړيكو ، د شرېكې مرستې امکانات او بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو …

ریاض ۔26اکتوبر  (اے پي پي ) سعودي ولي عهد/ وزیراعظم شهزادہ بن سلمان په ریاض كښې د یونان وزیراعظم کیریاکوس میتسو تاکیس هر كلے وكړو۔ د ایس پی اے  ترمخه د  یونان وزیراعظم لپاره  قصر یمامه كښې  رسمي  د هر كلي دستوره وشوه٬ د دغې نه پس رسمي ملاقات وشو۔ ملاقات كښې د  سعودي عرب او  یونان اړيكو ، د شرېكې مرستې امکانات او بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو له د لارو چارو جاج واغستلے شو۔ دواړو لارښودو  په سيمه ايزه او نړيواله وضعه هم خبرې وكړې۔ د سيمه ايز او نړيوال امنيت  او  استحکام مضبوطولو په اړه  هلو ځلو كښې په همغږۍ هم خبرې وشوې۔ د عرب نیوز ترمخه دواړو لارښودو  د توان، سرمایه کارۍ او د  ډیجیټل رابطو په څانګو كښې د مرستې لا  زياتولو لپاره  عزم  څرګند  كړو۔

مزید خبریں