پېښور ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په ډېره اسماعيل خان كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړی دي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ډېره اسماعيل خان كښې د 6 ترهګرو وژنه د امنيتي ځواكونو د پېشه ور صلاحيت ثبوت دے۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ كښی د امنيتي ځواكونو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ ګورنر …
ګورنر فېصل كريم كنډي په ډېره اسماعيل خان كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېښور ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په ډېره اسماعيل خان كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړی دي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ډېره اسماعيل خان كښې د 6 ترهګرو وژنه د امنيتي ځواكونو د پېشه ور صلاحيت ثبوت دے۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ كښی د امنيتي ځواكونو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ ګورنر ووئيل د نائب حوالدار غلام مرتضی او سپاهي تاثير احمد په شهادت راته افسوس شوے دے۔ ده ووئيل د شهيدانو سترې قربانۍ د ټول قام وياړ دي۔ ده ووئيل مونږ د شهيدانو د غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يو۔ ده زياته كړه چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به جنګ روان ساتلې شي او ټول قام په دې جنګ كښې امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔











