صوبه به د ترهه ګرۍ نه پاكوو  ٬  د شهيدانو  قربانۍ  به عبث نه ځي ،د خېبر پښتونخوا ګورنر

  پیښور  23 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي چارسدہ كښې  د شهید ډي ایس پي عمران الدین او د  سپاهي کاظم جان  استوګنې ته لاړو ٬ چرته جې هغه  د شهدا کورنيو سره  لاس نيوه  او د   غمرازۍ څرګندونه وكړه  ۔  د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه په دې موقع  میډیا ته ګورنر ووئېل پاک  پوځ، پولیس او نور سکیورټي فورسز د هېواد بقا او …

 

پیښور  23 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي چارسدہ كښې  د شهید ډي ایس پي عمران الدین او د  سپاهي کاظم جان  استوګنې ته لاړو ٬ چرته جې هغه  د شهدا کورنيو سره  لاس نيوه  او د   غمرازۍ څرګندونه وكړه  ۔  د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه په دې موقع  میډیا ته ګورنر ووئېل پاک  پوځ، پولیس او نور سکیورټي فورسز د هېواد بقا او  سلامتیا لپاره بلها  قربانۍ وركړې دي ۔ مونږ د خپلو ځواكونو سره ولاړ يوو او  د دوي قربانۍ هېرولې نشو ۔ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل تېره ورځ د قامي ایپکس کمیټۍ غونډه شوې  چې پكښې وزیراعظم شهباز شریف  واضحه كړې چې د ترهه ګرۍ خلاف به زیرو ټالرنس پالیسي خپلولې شي ۔ صوبه د ترهه ګرۍ نه پاكول  دي او  د شهداء  قربانۍ به عبث  تللو له ورنه كړو ۔ هغه ووئېل د افغانستان نه  د نړيوالو پوځونو په وتلو   هلته پرېښودلې شوې وسله د ترهه ګرو لاس له ورغلې ۔  هغه ووئېل  فیلډ مارشل  هم واضحه كړې ده  چې اولس له به ځان د ترهه ګرو نه جلا ساتل وي۔ د ترهه ګرو خلاف کارروائۍ كښې د ضمني زيان   اندیښنه وي ، ځكه اولس ته غږ كوو چې ترهه ګرو له خپل منځ كښې پناہ ورنه كړې او د هغوي نه  لرې پاتي شئ ۔  هغه ووئېل پولیس ته جدید وسله  وركولو لپاره  ترقیاتي فنډز كښې په كمي كولو به وسائل وركوو ۔ هغه ووئېل  وفاقي داخله وزير محسن نقوي باور راكړے چې پولیس ته جې د څومره وسلې  او فنډز  ضرورت وي دركوو  به ۔ هغه ووئېل په ماضي كښې صوبائي حکومت  به د ترهه ګرو  او  افغانستان  په معامله  د بیان وركولو نه هم ډډه كوله ۔ څوك چې  د پاکستان خلاف وي او  آئین نه تسلیموي  د هغوي سره  خبرې اترې یا کوم رعایت نه دے پكار ۔

مزید خبریں