د شهيد ډي ایس پي عمران الدین خان و پولیس اهلکار شهيد کاظم جان د  جنازې مونځ  چارسدہ كښې  ادا کړے شو

پیښور۔ 23 اکتوبر (اے پي پي)  د شهید ډي ایس پي سي ټي ډي عمران الدین خان او پولیس اهلکار شهید کاظم جان د  جنازې مونځ پخپل كلي ترنګزئۍ چارسدہ كښې د  سرکاري اعزاز سره ادا کړے شو ۔ د  ریجنل پولیس مردان وياند تر مخه په دې موقع فضا غمجنه وه  او  په هر سترګه كښې اوښكه وه ۔ په  دې مهال د چارسدہ پولیس چټك ډلې شهدا ته …

پیښور۔ 23 اکتوبر (اے پي پي)  د شهید ډي ایس پي سي ټي ډي عمران الدین خان او پولیس اهلکار شهید کاظم جان د  جنازې مونځ پخپل كلي ترنګزئۍ چارسدہ كښې د  سرکاري اعزاز سره ادا کړے شو ۔ د  ریجنل پولیس مردان وياند تر مخه په دې موقع فضا غمجنه وه  او  په هر سترګه كښې اوښكه وه ۔ په  دې مهال د چارسدہ پولیس چټك ډلې شهدا ته سلامي وكړه ، ګلونه پرې وشنيدل او فاتحه خواني ي وكړه ۔  د شهدا  زوال نه لرونكو قربانیو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د دوي د مړانې، فرض شناسي او  وطن سره   د وفادارۍ ستائنه  وشوه ۔  په جنازہ كښې  ایډیشنل آئي جي سي ټي دي خیبرپښتونخوا جواد قمر ، ریجنل پولیس آفیسر مردان قاسم علي خان، ډسټرکټ پولیس آفیسر چارسدہ رفعت اللہ خان ، ایس ایس پي سي ټي ډي اظهر خان، ډپټي کمشنر چارسدہ منصور ارشد بشمول  د پولیس افسران، اهلکارو او وګړو  په ګڼ شمېر ګدون وكړو  ۔د شهدا قربانۍ د قام  وياړ او د وطن سلامتیا لپاره روښانه  مثالونه دي   ۔ شهید دي ایس پي عمران الدین خان او پولیس اهلکار شهید کاظم جان د فرض ادائیګۍ كښې د خپلو ځانونو نذرانه وړاندې كولو سره د مړانې او وفادارۍ تاریخ رقم كړؤ

مزید خبریں