بیجنګ ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د چين په تبت سيمه كښې د راغلې سختې زلزلې په نتيجه كښې لږ تر لږه 16 كسان مړه ٬ 54 ژوبل شوي او د سلګونو په شمېر كورونه ويجاړ شوي دي۔ د امريكائي خبري اژانس اے پي له مخې د جمعې په شپه د راغلې زلزلې شدت 7.1 ؤ ۔ د چين د سركاري ميډيا وېنا ده چې د تبت په قطبي ښار ناګچو …
د چین په تبت سیمه کښې د زلزلې له امله په سلګونو کورونه ویجاړ شول٬ 16 کسان مړه٬ 54 ژوبل

مزید خبریں
بیجنګ ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د چين په تبت سيمه كښې د راغلې سختې زلزلې په نتيجه كښې لږ تر لږه 16 كسان مړه ٬ 54 ژوبل شوي او د سلګونو په شمېر كورونه ويجاړ شوي دي۔ د امريكائي خبري اژانس اے پي له مخې د جمعې په شپه د راغلې زلزلې شدت 7.1 ؤ ۔ د چين د سركاري ميډيا وېنا ده چې د تبت په قطبي ښار ناګچو كښې لږ تر لږه 339 كورونه ويجاړي شوي او په ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ دا اندېښنه ښكاره لرلې شي چې د مړو كسانو شمېره كښې زياتوالے رامخې ته كېدے شي۔ دا هم وئيلې شوي چې د مرستې كارروايو كښی شپاړس سوه څخه زيات كسان برخه اخلي او ځپليو لپاره يو زر عارضي كورونه ٬ نزدې درې زره خېمې او نور سامان لېږلے شوي دي۔ د امريكائي جيولوجيكل سروے له مخې د زلزلې مركز ناګچو ښار څخه 191 کلومیټر لرې قطبي ختيز كښې و۔ په زمكه كښې د دې ژوروالې 18 كلوميټره ريكارډ كړے شوے











