باکو كښې د  وړومبي فیفا انډر-15 ورلډ کپ و فیسټیول د سبا نه پېل كېږي،  د پاکستان بشمول 78  هېوادونه  په وړومبي وارې فیفا ورلډ کپ كښې به په سټیج ډیبیو کوي

اسلام آباد/باکو۔23اکتوبر  (اے پي پي) د نړيوال فټ بال په تاریخ كښې  يو نوے تاریخ رقم كېدونكے دے ٬ د آذربائیجان  په پايه تخت باکو كښې د   ’فیفا انډر-15 ورلډ کپ اینډ فیسټیول‘ په رسمي توګه سبا پېل كېدونكے دے ۔  په دې ایونټ كښې  شريكو 189  غړو هېوادونو كښې د پاکستان  پشمول 78 ایسوسي ایشنز داسي دي  كوم چې د نارينه یا مېرمنو  د كوم هم عمر  په كچه …

اسلام آباد/باکو۔23اکتوبر  (اے پي پي) د نړيوال فټ بال په تاریخ كښې  يو نوے تاریخ رقم كېدونكے دے ٬ د آذربائیجان  په پايه تخت باکو كښې د   ’فیفا انډر-15 ورلډ کپ اینډ فیسټیول‘ په رسمي توګه سبا پېل كېدونكے دے ۔  په دې ایونټ كښې  شريكو 189  غړو هېوادونو كښې د پاکستان  پشمول 78 ایسوسي ایشنز داسي دي  كوم چې د نارينه یا مېرمنو  د كوم هم عمر  په كچه په وړومبي وارې  فیفا ورلډ کپ كښې په سټیج به  قدم اږدي  ۔ په 6 ورځني فیسټیول نما ټورنامنټ كښې د  افغانستان څخه واخلې تر زمبابوے  نوي شريك هېوادونه شامل دي  چې پكښې پاکستان، بنګله دیش، نیپال، سري لنکا او  فلسطین هم څرګند دي  ۔ د ځوانانو لوبغاړو اکثریت  په ژوند كښې په وړومبي وارې د خارج سفر کوي  او په وړومبي ځل به د خپلو قامي رنګونو نمائندګي كوي ۔ د فیفا یوتھ ټورنامنټس مشر روبرټو ګراسي  د پرانستې  ایدیشن  يو انقلابي منصوبه ګرځولو سره ووئېل  د فیفا بنیادي نظریه  صلاحیت لرونكو لوبغاړو ته موقعې وركول دي او ځوانان لوبغاړي د لوبې  اصل بنیاد دے ۔ هغه د  آذربائیجان فټ بال فیډریشن  د مرستې او  حکومتي انتظامات ستائنه وكړه

مزید خبریں