پېنټاګون په مينځني ختيز كښې د خپلو عسكرو شتوالے په خاموشۍ سره كموي٬ بي بي سي

نيويارك۔ 22 اكتوبر (اے پي پي)  د حوثيانو د اړخه  د روان سيمه ايز خطر او د ايران دړكو تر مخه  د امرېكې پوځ مينځني ختيز كښې پخپلو ځېنې اډو   د عسكرو شته والے په خاموشۍ كموي ۔ د بي بي سي تر مخه   په دې راپورنو غبرګون كښې  د امرېكې سنټرل كمانډ (سېټكام) وياند كېپټن ټم هاكنز ووئېل  د امرېكې پوځ د معمول تر مخه  د خپلو پوځيانو او  …

نيويارك۔ 22 اكتوبر (اے پي پي)  د حوثيانو د اړخه  د روان سيمه ايز خطر او د ايران دړكو تر مخه  د امرېكې پوځ مينځني ختيز كښې پخپلو ځېنې اډو   د عسكرو شته والے په خاموشۍ كموي ۔ د بي بي سي تر مخه   په دې راپورنو غبرګون كښې  د امرېكې سنټرل كمانډ (سېټكام) وياند كېپټن ټم هاكنز ووئېل  د امرېكې پوځ د معمول تر مخه  د خپلو پوځيانو او  د ساز و سامان  وړل راوړل كوي  دغسې چې د مختلف آپرېشنل چمتوالے ښه كړے شي۔  هغه ووئېل  د آپرېشنل سېكيورټي وجوهات له امله مونږ د داسې تګ راتګ تفصيلات نه وركوو ۔ د امرېكې پوځ په ټوله منطقه كښې د امريكائي اهلكارو  او د ګټې تحفظ  لپاره هغسې چمتو او چټك دے۔  بل پلو  د امرېكې خارجه وزارت د حوثي ګوند سره د تړلو خطرو په اړه  سعودي عرب كښې  د امريكائي سفارتخانې غېر ضروري عملې او د هغوي  كورنيو ته د هېواد پړیښودو امر كړے دے ۔ سي بي ايس راپور كښې زياته كړې ده چې مينځني ختيز كښې  ځېنې امريكائي سفارت خانو هم د محدود هلو ځلو  په حالت كښې  د خپلې عملې شمېره كښې بدلون راوستے دے ۔  د امرېكې خارجه وزارت په اګست كښې د ايران سره  د تاو تريخوالي  او شخړه كښې د شدت راتللو سره  د محدود هلو ځلو پالسيۍ اعلان كړے ؤ۔   د دغې طريقه كار تر مخه  سفارتخانې خپلې هلې ځلې  په مكمل توګه د ځڼډولو نه غېر  د عملې شمېره او وركونكې خدمات  محدود كولې شي۔

مزید خبریں