ملګري ملتونه ۔22 اكتوبر(اے پي پي) د جمهوريه كانګو سوئېلې ختيځو سيمو كښې د تشدد زياتېدونكو پیښو له امله د اګست نه تر دې دمه په زرګونو خلق په كډه كولو مجبور شوي دي۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري چارو څانګې (اوچا) تر مخه ووئېل په اوسنو كښې كډه كوونكو كورنيو كښې نزدې 14 زره 500 كسان شامل شوي دي چا چې د روانې مياشتې په …
كانګو څخه د تشدد له امله په زرګونو خلق په ګده كولو مجبور دي ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔22 اكتوبر(اے پي پي) د جمهوريه كانګو سوئېلې ختيځو سيمو كښې د تشدد زياتېدونكو پیښو له امله د اګست نه تر دې دمه په زرګونو خلق په كډه كولو مجبور شوي دي۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري چارو څانګې (اوچا) تر مخه ووئېل په اوسنو كښې كډه كوونكو كورنيو كښې نزدې 14 زره 500 كسان شامل شوي دي چا چې د روانې مياشتې په پېل كښې د داسې نوعيت بريدونو له امله خپل كور كلے پرېښودے ؤ ۔ ملګرو ملتونو خبردارے وركړو چې د كډه كوونكو كسانو د راتګ نه په كوربنو ودانيو فشار زياتېږي او د تحفظ ٬ استوګنې ٬ طبي اسانيو ٬ پاكو اوبو او د اوبو ويستلو پشمول بنيادي انساني ضروريات زياتېږي۔ اوچا اندېښنه څرګنده كړه چې د تشدد زياتوالي څخه نورې كورنۍ هم په كډه مجبورې كېدې شي چې ورسره حاجتمندو كسانو ته د مرستياله كاركنانو رسنه به لا ګرانه شي۔











