پاکستان د روايتي داروګانو په څانګه كښې د چين تجربو او ټيکنالوجۍ څخه استفادې٬ د خپلو تجربو، وسائلو او  د روايتي طبي علم تبادلې له  خوښي لري۔ د پاکستان سفير

بيجنګ 22 اکتوبر (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفير ډاکټر سيد علي اسد ګيلاني د سائنس، ټيکنالوجي، صنعتي ترقي او صحت  په څانګو كښې د چين د كاميابو ذكر كړے دے، پاکستان د روايتي داروګانو په څانګه كښې د چين تجربې او ټيکنالوجۍ ته په درنه سترګه ګوري او دې څخه استفادې كولو سره سره  د خپلې تجربې، وسائلو او د روايتي طبي علم تبادلې له خوښي …

بيجنګ 22 اکتوبر (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفير ډاکټر سيد علي اسد ګيلاني د سائنس، ټيکنالوجي، صنعتي ترقي او صحت  په څانګو كښې د چين د كاميابو ذكر كړے دے، پاکستان د روايتي داروګانو په څانګه كښې د چين تجربې او ټيکنالوجۍ ته په درنه سترګه ګوري او دې څخه استفادې كولو سره سره  د خپلې تجربې، وسائلو او د روايتي طبي علم تبادلې له خوښي لري۔ د چائنا اکنامك نيټ (CEN) له مخې دا خبره ده په بېجنګ كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (SCO) د روايتي داروګانو او صنعتي اتحاد او اسلامي مرستې تنظيم سائنس او تكنيكي مرستې لپاره د قائمه كمېتۍ (COMSTECH۔OIC) ترمېنځه د روايتي داروګانو د صنعت ودې په اړه سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ په سېمينار كښې د اېس سي او او د او آئي سي  غړو هېوادونو كښې د روايتي  داروګانو ماركيټ، د داروګانو رجسټرېشن او د ضابطه جاتي پاليسيو، تحقيق و پرمختګ، طبي كر كتنې، پيداوار او د معيار معيارونه، نړيواله مرسته او دې څانګې ته په صنعتي كچه د ودې وركولو طريقو ته پام وكړے شو۔ په سېمينار كښې د چين، ايران، پرتګال، متحده عرب امارات، پاکستان او د ازبکستان څخه د روايتي داروګانو د 20 نه زيات پوهانو او محققينو ګډون كولو او د چين تحقيقي ادارو، د چين روايتي طب روغتونونو او د کاروباري ادارو د سلو نه زيات iado  استازي هم موجود وو ۔

مزید خبریں