صدر مملکت آصف علي زرداري د لاهور څخه المان ته روان شو

لاهور 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د لاهور څخه المان ته روان شوے٬ صدر مملکت به د دورې په مهال د المان صدر او اعليٰ حکومتي عهديدارو سره د دوه اړخيزه اړيكو، سيمه ايز او نړيوال صورتحال او معاشي او د تجارتي مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا دوره د …

لاهور 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د لاهور څخه المان ته روان شوے٬ صدر مملکت به د دورې په مهال د المان صدر او اعليٰ حکومتي عهديدارو سره د دوه اړخيزه اړيكو، سيمه ايز او نړيوال صورتحال او معاشي او د تجارتي مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا دوره د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر په بلنه كوي۔ د صدر آصف علي زرداري د المان دوره ډېره د اهميت وړ ده، د تېرو 23 كالو نه پس به دا د يو پاكستاني مشر د المان وړومبۍ دوره وي۔  سږ كال دواړه هېوادونه د خپلو سفارتي اړيكو 75مه سالګره هم لمانځي٬ په دې لړ كښې د المان صدر د پاكستان خپل همڅنګ ته د المان دورې خاص بلنه ځانګړې حېثيت لري ۔ صدر مملکت به د دورې په مهال د المان صدر او اعليٰ حکومتي عهديدارو سره  ملاقاتونه كوي چې پكښې به په دوه اړخيزه اړيكو٬ سيمه ايز او نړيوال صورتحال٬ معاشي او تجارتي مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ صدر آصف علي زرداري د المان دوره به د دوه اړخيزه اړيكو او په بېلو څانګو كښې شريكې همكارۍ ته ودې وركولو لپاره نوې اړخ وركولو پلو مرستياله ثابت شي۔  د صدر آصف زرداري دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د موجوده دوه اړخيزه تاريخي اړيكو لا مستحکمولو پلو مهم سنګ ميل وي۔ دغسې د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان د لاهور په هوائي مېدان صدر مملکت ته په مخه ښه اووې۔

مزید خبریں