پیښور ۔ 22 اکتوبر (اے پي پي)دِ اطلاعات، ایریا ډویلپمنټ سیکرټریټ خېبر پښتونخوا صلاحكار محمود جان بابر سره د زيارت په ورځ د بره سوئېلې وزیرستان خبريالانو ملاقات وكړو ٬ د خېبر پښتنوخوا د اطلاعات وياند تر مخه پلاوي كښې سینئر نائب صدر ملک اکرام علي محسود هم شامل ؤ ، دغسې د سروکئۍ پریس کلب صدر شبیر جان هم ملاقات كښې ګدون كولو ۔ ملاقات کښې پلاوي محمود جان …
د اطلاعات صلاحكار محمود جان بابر سره د بره سوئېلې وزیرستان خبريالانو ملاقات

مزید خبریں
پیښور ۔ 22 اکتوبر (اے پي پي)دِ اطلاعات، ایریا ډویلپمنټ سیکرټریټ خېبر پښتونخوا صلاحكار محمود جان بابر سره د زيارت په ورځ د بره سوئېلې وزیرستان خبريالانو ملاقات وكړو ٬ د خېبر پښتنوخوا د اطلاعات وياند تر مخه پلاوي كښې سینئر نائب صدر ملک اکرام علي محسود هم شامل ؤ ، دغسې د سروکئۍ پریس کلب صدر شبیر جان هم ملاقات كښې ګدون كولو ۔ ملاقات کښې پلاوي محمود جان بابر ته په نوو ذمه وارو مبارکي وركړه او د ده لپاره يې د نیکو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د بره سوئېلې وزیرستان پشمول د نورو قبائلي ضلعو او ډیرہ ډویژن خبريالانو ته په پیښو مسائلو، پیشه ورہ ستونزو، د آسانيو په کمي او د صحافتي ادارو د ښه والي په بېلا بېلو چارو تفصلي خبرې وشوې ۔د ډسټرکټ پریس کلب بره سوئېلې وزیرستان صدر ملک حیات اللہ محسود ووئېل د قبائلي ضلعو خبريالان د سختو حالاتو او محدود وسائلو باوجود خپلې پیشه ورہ ذمه وارۍ تر سره كوي ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې رجسټرډ پریس کلبز او د هغې سره د تړلو خبريالانو مسائل حل كولو ، پیشه ورہ سهولیات وركولو او د خېر ښېګړې مؤثر اقدامات ته ضرورت دے ٬ د ایریا ډویلپمنټ سیکرټریټ صلاحكار محمود جان بابر د پلاوي د راتګ او د مباركۍ وركولو مننې كولو سره ووئېل د قبائلي ضلعو او د ډیرہ ډویژن د خبريالانو مسائل په اړوند فورمز رامخې ته كولو او د دغې حل لپاره به خپل کردار د تر سره كولو هڅې كوم ۔ ده ووئېل خبريالان د ټولنې مسائل رامخې ته كولو كښې مهم کردار ادا کوي او د دوي پیشه ورہ ستونزو ته پام لرنه ضروري ده۔











