کوئټه۔ 21 اکتوبر (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي په سپارښتنه د صوبې ټاكلو فني و پیشه ورہ تربیتي ادارو (ټي وي اي ټي) ښه والي او ځوانانو ته جدید فني تربیې وركولو په اړه د بي ټیوټا تر سېوري لاندې د رابطې غونډه وشوه ۔ غونډه د بي ټیوټا په هیډ آفس کوئټه كښې وشوه د كومې شريكه مشري چې ډائریکټر سربلند خان اور ډائریکٹر آپریشنز غلام …
د بلوجستان وزیراعلی په سپارښتنه د بي ټیوټا د اړخه د فني و پیشه ورہ تربیي ادارو ښه والي لپاره غونډه

مزید خبریں
کوئټه۔ 21 اکتوبر (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي په سپارښتنه د صوبې ټاكلو فني و پیشه ورہ تربیتي ادارو (ټي وي اي ټي) ښه والي او ځوانانو ته جدید فني تربیې وركولو په اړه د بي ټیوټا تر سېوري لاندې د رابطې غونډه وشوه ۔ غونډه د بي ټیوټا په هیډ آفس کوئټه كښې وشوه د كومې شريكه مشري چې ډائریکټر سربلند خان اور ډائریکٹر آپریشنز غلام مصطفی رئیساني وكړه ۔ غونډه كښې د اړوند ادارو مشرانو ګډون وكړو ۔ غونډه كښې د بلوجستان وزیراعلی سپارښتنې په رڼا كښې د اړوند ادارو تر مينځه د رابطه کارۍ، د تربیتي مراکز د ضروریات جاج اغستو سره د تربیي آسانيو په جدید ډول سمولو او صوبه كښې د فني و پیشه ورہ تعلیم معیار ښه كولو لپاره په بېلا بېلو ګامونو خبرې اترې وشوې۔











