پېښور 21 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د شورو په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د هزاره ډويژن پلاوي په ګورنر هاوس پېښور كښې وليدل ۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په ملاقات كوونكو كښې د قامي اسمبلۍ پخوانے دوهم سپيکر مرتضيٰ جاوېد عباسي، د قامي اسمبلۍ غړے بابر نواز خان، اېم پي اے سردار شاهجان …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د مذهبي چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې د هزاره ډويژن پلاوي وليدل

مزید خبریں
پېښور 21 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د شورو په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د هزاره ډويژن پلاوي په ګورنر هاوس پېښور كښې وليدل ۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په ملاقات كوونكو كښې د قامي اسمبلۍ پخوانے دوهم سپيکر مرتضيٰ جاوېد عباسي، د قامي اسمبلۍ غړے بابر نواز خان، اېم پي اے سردار شاهجان يوسف او نور مشران هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل په صوبه كښې د تجاوزات خاتمې لپاره اپرېشن پېل شوے دے٬ صوبه كښې يوه لوي بدلون راغلے دے٬ اولس ته بايد د دې بدلون خواږه ترلاسه شي۔ په دې موقع پلاوي ووئيل د هزاره ډويژن پرمختګ او د اولسي مسئلو حل لپاره به ګورنر سره بشپړه مرسته او ملاتړ روان ساتو











