ګورنر په چشمه رائټ بینک لفټ کینال د عملي پیشرفت  اعلان وكړو ،د منصوبې تر سره  كېدو څخه  به صوبه كښې د شين انقلاب لاره هواره شي ،فیصل کریم کنډي

  پیښور 21 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګونر فیصل کریم کنډي صوبه كښې په خاص توګه د  سوئېلې ضلعو تقدیر بدلونكې تاریخي منصوبې چشمه رائټ بینک لفټ کینال (CRBC) باندې د  عملي پیش رفت رسمي اعلان کولو سره  وئېلي دي وفاقي حکومت سره د خبرو اترو په نتيجه كښې د صوبې د څو لسيزو نه د زړې او  دیرینه  د اوبو مسئله حل شوه  چې ورسره دلته د …

 

پیښور 21 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګونر فیصل کریم کنډي صوبه كښې په خاص توګه د  سوئېلې ضلعو تقدیر بدلونكې تاریخي منصوبې چشمه رائټ بینک لفټ کینال (CRBC) باندې د  عملي پیش رفت رسمي اعلان کولو سره  وئېلي دي وفاقي حکومت سره د خبرو اترو په نتيجه كښې د صوبې د څو لسيزو نه د زړې او  دیرینه  د اوبو مسئله حل شوه  چې ورسره دلته د شين انقلاب لاره هواره شوې ده ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده  د شورو په ورځ يو ویډیو پیغام كښې وكړه۔ ګورنر ووئېل د  1991ء  واټر اکارډ ( اوبو لوظ نامې ) تر مخه نورو ټولو  صوبو ته د هغوي د برخې اوبه وركرې شوې وې ، خو د تېرو واكمنو د مجرمانه بې غورۍ او پام لرنې نه كولو له امله خیبرپښتونخوا د خپل جائز او  قانوني د اوبو حق نه محرومه پاتي وه۔ده ووئېل اوسنو بيړني ګامونو او د وفاق سره د مؤثره سفارت کارۍ په نتیجه كښې اوس خیبرپښتونخوا ته پورا او جائز  برخه وركړې كېږي ۔ د منصوبې عملی تفصیلات  په اړه ګورنر فیصل کریم کنډي انکشاف وګړو چې چشمه لفټ کینال  غوندې عظیمه منصوبه  په تندرفتارۍ تر سره كولو لپاره په(6) مختلف پیکجز كښې وېشلې شوې ده  د كومې تر مخه به چې د پیکج نمبر 1  ټینډرز 29 اکتوبر باندې پرانستلې شي  او   د پیکج نمبر 4  ټینډرز  به په 11 نومبر پرانستلې كېږي ،نور پاتي پیکجز به په تکنیکي او قانوني پراړونو نه په تندۍ سره تېرېږي  ۔ګورنر  زور راوړو چې دا منصوبه په سوئېلې  ضلعو كښې زرعي انقلاب،  د روزګار نوو موقعو او  معاشي خوشحالۍ ضامن به وګرځي ،د دې تر سره كېدو سره به نه يوازې للمه د اوبه خور شي بلكې  د كر كېلې پیداوار به هم ډېر زيات شي  او خیبرپښتونخوا به د ګرد هېواد  د فوډ باسکټ (د غلې مرکز)جوړولو خوب  هم رښتيا شي۔

مزید خبریں