كوئټه۔ 20 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير صياﺀ الله لاڼګو وئېلي دي په صوبه كښې د ترهه ګرۍ خاتمې او د امن راوستو لپاره امنيتي ادارو ته دې هر ممكن مرسته وركړې شي٬ ترهه ګري يو ناسور دے او په اوسنو حالاتو كښې د سياسي اختلافات نه پرته د رياست ٬ امنيتي ادارو او د شهدا سره اودرېدل ضروري دي۔ حكومت د ايمرحنسي او …
په اوسنو حالاتو كښې د سياسي اختلافات نه بالا د رياست ٬ امنيتي ادارو او د شهدا سره اودرېدل ضروري دي ٬ د بلوچستان د كورنيو چارو وزير

مزید خبریں
كوئټه۔ 20 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير صياﺀ الله لاڼګو وئېلي دي په صوبه كښې د ترهه ګرۍ خاتمې او د امن راوستو لپاره امنيتي ادارو ته دې هر ممكن مرسته وركړې شي٬ ترهه ګري يو ناسور دے او په اوسنو حالاتو كښې د سياسي اختلافات نه پرته د رياست ٬ امنيتي ادارو او د شهدا سره اودرېدل ضروري دي۔ حكومت د ايمرحنسي او ګورنر راج غوندې ګامونه د مجبورۍ نه اخلي ٠خو په خېبر پښتنونخوا كښې وفاقي حكومت او د امنيتي ادارو سره په مرسته معملات ښه كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ سول سېكرټريت كښې د ايډېشنل چيف سېكرټري حمزه شفقات او د وزيراعلې د اطلاعات مرستيال شاهد رنډ سره خبرې كنفرنس ته وكړه۔ مير ضيا لانګو ووئېل مولانا فضل الرحمان او د نورو سياسي لارښودو د اړخه وئېلي كېږي چې په خېبر پښتونخوا كښې ګورنر راج لګولې كېږي نو په بلوچستان كښې ولې نه ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې امنيتي ځواكونه پرله پسې كاروائۍ كوي خو په مختلف معملات فنډز ٬ قانون سازۍ د اړوند چارواكو سره مشاورت پكار وي ٬ ده وئوېل د بلوچستان حكومت په ټولو معملاتو كښې د امنيتي ځواكونو سره بشپره مرسته كوي











