دوحه 20 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او قطر په داخلي سلامتيا، د امن و امان په راوستو او د امنيت په اړه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو او سکيورټي پارټنرشپ لا قوي كولو ته اتفاق كړے۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ دا اتفاقِ د وفاقي وزير محسن نقوي او د قطر د كورنيو چارو وزير او د سلامتيا فورس (لخويه) کمانډر شېخ …
پاکستان او د قطر داخلي امنيت او شريكه مرسته لا مستحكم كولو ته اتفاق

مزید خبریں
دوحه 20 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او قطر په داخلي سلامتيا، د امن و امان په راوستو او د امنيت په اړه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو او سکيورټي پارټنرشپ لا قوي كولو ته اتفاق كړے۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ دا اتفاقِ د وفاقي وزير محسن نقوي او د قطر د كورنيو چارو وزير او د سلامتيا فورس (لخويه) کمانډر شېخ خليفه بن حمد بن خليفه الثاني ترمېنځه په دوحه كښې د ملاقات په مهال راغلے ۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزيرانو د شريكې خوښې په چارو، د دواړو وزارتونو ترمېنځه اداره جاتي روابط لا ژورولو او د داخلي سکيورټي په څانګه كښې د اوږدې مودې شراکت دارۍ ته په ودې وركولو تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع د منطقې په موجوده وضعه او د سيمه ايز امن و استحکام په معاملو هم غور وشو۔ په ملاقات كښې پرېكړه وشوه چې د داخلي سلامتيا د چيلنجز مخنيوي لپاره به د دواړو وروڼو هېوادونو د اړوند ادارو ترمېنځه شريكه مرسته، د تجربو تبادلې او شراکت داري لا فعاله او موثره كولې شي











