د لبنان او سوريه تر مينځه د اړيكو ودې ته اتفاق٬   صدر جوزف عون سره د سوريه  د اقتصاد وزير ملاقات

  بېروت۔ 24 ستمبر (اے پي پي)  د لبنان صدر جوزف  عون سره د سوريه د اقتصاد وزير محمد نضال الشعار ملاقات وكړو چې پكښې  د دواړو هېوادونو   په اړيكو  او د اقتصادي مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔  شنهوا  د لبنان صدارتي محل تر مخه ووئېل د ملاقات په مهال د سوريه وزير د عبوري صدر احمد الشرع د اړخه  صدر جوزف ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ …

 

بېروت۔ 24 ستمبر (اے پي پي)  د لبنان صدر جوزف  عون سره د سوريه د اقتصاد وزير محمد نضال الشعار ملاقات وكړو چې پكښې  د دواړو هېوادونو   په اړيكو  او د اقتصادي مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔  شنهوا  د لبنان صدارتي محل تر مخه ووئېل د ملاقات په مهال د سوريه وزير د عبوري صدر احمد الشرع د اړخه  صدر جوزف ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ هغه ووئېل  زما دوره د دواړو هېوادونو  تر مينځڅه د امن ٬ خلوص او متوازن اړيكو  تر مخه  د نوي باب پېل دے۔  هغه د لبنان  او سوريه كارباري  كونسلو تر مينځه  د مرستې په زياتولو زور راوړلو سره ووئېل  شخصي څانګه  په خاص توګه  وړې او د لويې  درجې كاروباري ادارې د اقتصادي پرمختګ به مهم محرك  ثابت شي ۔ دغسې صدر جوزف هم د سوريه عبوري صدر لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئېل   د دواړو هېوادونو  اړېكې   په شريك توازن ٬ احترام او د يو بل  په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې نه كولو په اصولو اډاڼه دي۔ هغه ووئېل   د لبنان استحكام د سوريه د استحكام سره ټړلے دے  او دواړو هېوادونو له امنيت  او پوځي چارو  نه علاوع  اقتصادي څانګو ته هم  پام لرنه  كول غواړي۔

مزید خبریں