کابل۔24ستمبر (اے پي پي ) افغانستان كښې د طالبانو انتظامیه تر سېوري لاندې د دولتي وسائلو او طبي آسانيو په غیر قانوني هلو ځلو كښې د كارولو سنګین انکشافات رامخې ته شوي دي ۔ په سوشل میډیا وائرل يوه وډیو رپورټ كښې انکشاف شوے دے چې د تخار سینټرل هسپتال رسمي دولتي ایمبولینس د نشه اي توكو قاچاق لپاره كارولې كېږي ۔ پیښې د افغانستان دننه د طالبانو د …
د افغانستان تخار ولايت كښې دولتي ایمبولینس د قاچاق لپاره كارېدل ، د طبي څانګې ناسمې كارېدو په اړه پوښتنې

مزید خبریں
کابل۔24ستمبر (اے پي پي ) افغانستان كښې د طالبانو انتظامیه تر سېوري لاندې د دولتي وسائلو او طبي آسانيو په غیر قانوني هلو ځلو كښې د كارولو سنګین انکشافات رامخې ته شوي دي ۔ په سوشل میډیا وائرل يوه وډیو رپورټ كښې انکشاف شوے دے چې د تخار سینټرل هسپتال رسمي دولتي ایمبولینس د نشه اي توكو قاچاق لپاره كارولې كېږي ۔ پیښې د افغانستان دننه د طالبانو د نګرانۍ نظام ، احتساب او د سرکاري مشینرۍ ناسمه استعمال په اړه سنګینې پوښتنې رامخې ته كړې دي ۔ د پوهانو او مبصرینو تر مخه د افغانستان د روغتيا څانګه د وړاندې نه د داروګانو او بنیادي سهولیات د فقدان سخت بحران سره مخ ده ، په داسې كښې د انساني ځانونو بچ كولو لپاره مختص سرکاري ایمبولینسز د قاچاقبرو لخوا كارول د طالبانو حکومت نااهلي او مجرمانه سرپرستي څرګنده كړې ده ۔








