بيجنګ۔ 23 ستمبر(ارے پي پي) چين د ايران په فضائي كمپنيو د امرېكې بندېزونو مخالفت كولو سره دا غېر قانوني ګرځولي دي۔ د العربيه تر مخه دا بيان د امرېكې د خزانې وزير د هغه ادعا نه پس رامخې ته شوے دے چې د امرېكې د بندېزونو د فشار له امله د ايران فضائي كمپنۍ به زر كار بند كړي۔د چين د خارجه وزارت وياند ګووجيا كون يو پرېس …
چين د ايران په فضائي كمپنيو د امريكائي بندېزونو مخالفت وكړو

مزید خبریں
بيجنګ۔ 23 ستمبر(ارے پي پي) چين د ايران په فضائي كمپنيو د امرېكې بندېزونو مخالفت كولو سره دا غېر قانوني ګرځولي دي۔ د العربيه تر مخه دا بيان د امرېكې د خزانې وزير د هغه ادعا نه پس رامخې ته شوے دے چې د امرېكې د بندېزونو د فشار له امله د ايران فضائي كمپنۍ به زر كار بند كړي۔د چين د خارجه وزارت وياند ګووجيا كون يو پرېس كانفرنس كښې ووئېل چين عمر له په يو اړخيزه توګه د لګولے شوو غېر قانوني بندېزونو مخالفت كړے كوم چې د نړيوال قوانين سره سمون نه خوري او د كومو چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل منظوري نه ده وركړې۔ د دې نه وړاندې د خزانې وزير اسكاټ بېسنټ وئېلي وو ټولې د ايران فضائي كمپنۍ به د 23 ستمبر نه كار بند كړي۔










