ایشین ګیمز 2026، د پاکستان مېرمنو  کرکټ ډلې  د مسو تمغه وګټله

  ناګویا۔22ستمبر  (اے پي پي)د جاپان په آئیچي ناګویا ښار كښې په روان 20 وم ایشین ګیمز 2026  كښې پاکستان لپاره نن ورځ ډېره مهمه او  یادګاري ثابت شوه  ،چرته چې قامي لوبغاړو  بېلا بېلو لوبو كښې په ښې کارکردكۍ  بريا تر لاسه كړې ۔ د مېرمنو کرکټ ډلې د بنګله دیش سره د  مسو  تمغې لپاره په شوي  مېچ كښې خپل سيالې بنګله دېش  ډلې په په ماتې وركولو …

 

ناګویا۔22ستمبر  (اے پي پي)د جاپان په آئیچي ناګویا ښار كښې په روان 20 وم ایشین ګیمز 2026  كښې پاکستان لپاره نن ورځ ډېره مهمه او  یادګاري ثابت شوه  ،چرته چې قامي لوبغاړو  بېلا بېلو لوبو كښې په ښې کارکردكۍ  بريا تر لاسه كړې ۔ د مېرمنو کرکټ ډلې د بنګله دیش سره د  مسو  تمغې لپاره په شوي  مېچ كښې خپل سيالې بنګله دېش  ډلې په په ماتې وركولو د هېواد نامه روښانه كړه او  د هاكۍ   او د  کبډي  نارينه ؤ ډلو هم پخپلو  پول میچونو خپل مقابلو له د يو اړخيزه  مقابلې نه پس  ماتې وركړې ۔ پاکستان  بنګله دیش  له په ماتې د مسو تمغه وګټله۔ دغسې د مېرمنو کرکټ ایونټ  په برونز میډل میچ كښې د پاکستان مېرمنو ډلې د بنګله دیش مېرمنو ډلې  ته ماتې وركړه ۔   دې بريا سره  قامی ویمنز ډلې په 20 م ایشین ګیمز كښې  د مسو تمغه وګټله ، كوم چې د قامي ډلې  او  كتونكو لپاره   يو وياړ دے ۔  د نارينه ؤ په هاكۍ كښې  پاکستان د  ازبکستان  خلاف 1-5  څخه بريا  تر لاسه كړه   ٬  د نارينه ؤ پول ‘بي’ كښې د  پاکستان ډلې د ازبکستان خلاف  په 1-5  حساب واضحه توګه  میدان  وګټلو ۔د كبډي په مېچ كښې د  پاکستان کبډۍ ډلې نیپال  ته د  43  په مقابل كښې په  58 پوائنټس ماتې وركړه ۔ د نارينه ؤ کبډي ایونټ  په پول ‘بي’  مقابله كښې د پاکستان ډلې خپل وړورمبے والے په ځائے ساتلو سره  نیپال  ته په 43-58  سکور  ماتې وركړه ۔په دې حساب دا ورځ د لوبو په لړ كښې د هېواد لپاره ډېره مهمه او د كاميابۍ ورځ وه۔