امریکې  پاکستان  څخه  قاچاق شوي 36 نوادرات واپس  کړل

  نیویارک۔16ستمبر (اے پي  پي ) د پاکستان نه په غلا  امریکې ته قاچاق شوي 36 نوادرات  د پاکستان حکومت ته سپارلې شوي ، كوم به چې اوس پاکستان ته بېرته راوړلې شي ۔ د نوادرات سپارلو په لړ كښې  د نیویارک کاؤنټي ډسټرکټ اټارني په دفتر كښې يوه دستوره وشو۔ نیویارک كښې د پاکستان قونصل جنرل امیر احمد آتوزئۍ  په دې لړ كښې په لوظ نامه لاس ليك وكړو …

 

نیویارک۔16ستمبر (اے پي  پي ) د پاکستان نه په غلا  امریکې ته قاچاق شوي 36 نوادرات  د پاکستان حکومت ته سپارلې شوي ، كوم به چې اوس پاکستان ته بېرته راوړلې شي ۔ د نوادرات سپارلو په لړ كښې  د نیویارک کاؤنټي ډسټرکټ اټارني په دفتر كښې يوه دستوره وشو۔ نیویارک كښې د پاکستان قونصل جنرل امیر احمد آتوزئۍ  په دې لړ كښې په لوظ نامه لاس ليك وكړو ۔ د لوظ نامې تر مخه   36 نوادرات پاکستان ته بېرته  ستانه كړے شول  چې پكښې د څلورمې پیړۍ  د ګرے شِسټ نه جوړ د  یاکشي  دیوي مجسمه او   د 2700  نه تر  3000 قبل مسیح دور سره تعلق  لرونكې د خاورې جوړې 35  مجسمې شاملې  دي ۔ دستورې ته خطاب كښې قونصل جنرل د ډسټرکټ اټارني دفتر د اینټیکوئټیز ټریفکنګ یونټ (Antiquities Trafficking Unit )  په پرله پسې معاونت  مننه وكړه  ۔ هغه ووئيل  كلتوري ورثه د ګرد  انسانیت شريكه ورثه ده ۔ ده ووئېل   د نوادرات په قانوني ډول راستنولو څخه به د پاکستان او ګرده نړۍ كښې راتلونكو نسلونو ته د  انساني تهذیب د دې غیر معمولي یادګارونو د لوستې،  ستائنې او هغوي څخه د زده كړې موقع  تر لاسه شي۔