المان كښې د الوتكې پیښه ٬ درې ډچ وګړي مړه

  برلن۔ 15 ستمبر (اے پي پي) د المان په سيمه د هالېنډ پولي سره نزدې  يوه وړه الوتكه راسكوره شوه  د كومې په نتيجه كښې چې  3 ډچ وګړي مړه شول۔  د شنهوار تر مخې  د هالېنډ خارجه وزارت  د پیښې تصديق كولو سره ووئېل  په مړو شوو كښې  د 57 او 58 كالو دوه سړي  او يوه 23 كلنه مېرمن شامله ده۔  د وزارت تر مخه    الوتكې د …

 

برلن۔ 15 ستمبر (اے پي پي) د المان په سيمه د هالېنډ پولي سره نزدې  يوه وړه الوتكه راسكوره شوه  د كومې په نتيجه كښې چې  3 ډچ وګړي مړه شول۔  د شنهوار تر مخې  د هالېنډ خارجه وزارت  د پیښې تصديق كولو سره ووئېل  په مړو شوو كښې  د 57 او 58 كالو دوه سړي  او يوه 23 كلنه مېرمن شامله ده۔  د وزارت تر مخه    الوتكې د مقامي وخت مطابق سهار په  10 بجې او 25 منټه  د مينځني لوېديز هالېنډ د بلور سوم ښار  د يوې وړې اډې نه الوت كړے ؤ ۔    دغسې په 11 بجې او 18 منټه ورسره رابطه د كنټرول ټاور منقطع شوه  د كومې نه پس چې لږ وخت پس  ړنګه شوه۔  چارواكو تر مخه  په الوتكه كښې  ناست درې واړه كسان مړه شوي دي۔  الوتكه  بلور سوك فلائڼټ اسكول كښې رجسټرډ وه    ۔ د فلائټ سكول انتظاميه د پیښې  سبب معلومولو  لپاره ټول پروازونه  معطل كړي دي  ۔ دغسې د هالېنډ  سيفټي بورډ  تر مخه  پلټنو كښې معاونت لپاره  دوه فضائي پوهان  هم لېږلې شوي دي۔

مزید خبریں