كه روس بريدونه اودروي نو يوكرېن هم  په ځينې هدفونو بريدونه نه كولو ته چمتو دے ٬  زيلنسكي

  كېف۔ 15 ستمبر (اے پي پي)  د يوكرېن صدر ولوديمير زېلنسكي وئېلي دي  كه روسيه هم داسې وكړي نو يوكرېن په ځينې هدفونو د بريدونو نه كولو ته چمتو دے ۔د شنهوا تر مخه  په سماجي رابطه پلېټ فارم ايكس خپل پېغام كښې  زېلنسكي ووئېل  كه شراكت دار د دې خبرې باوري كولو ته چمتو دي   چې روس د يوكرېن د بریښنا په نظام ٬  د توان په نورو  …

 

كېف۔ 15 ستمبر (اے پي پي)  د يوكرېن صدر ولوديمير زېلنسكي وئېلي دي  كه روسيه هم داسې وكړي نو يوكرېن په ځينې هدفونو د بريدونو نه كولو ته چمتو دے ۔د شنهوا تر مخه  په سماجي رابطه پلېټ فارم ايكس خپل پېغام كښې  زېلنسكي ووئېل  كه شراكت دار د دې خبرې باوري كولو ته چمتو دي   چې روس د يوكرېن د بریښنا په نظام ٬  د توان په نورو  تنصيباتو  ٬ مهمه بنيادي ډهانچه او د غذائې  څيزونو  د ترسيل لارې  نه په نخښه  كولو نه په حقيقي توګه ډډه وكړي  نو يوكرېن هم د دغې په ځواب كښې  د داسې كولو ته چمتو دے۔ هغه ووئېل  كومه هم  جنګ بندي د باور وړ  او اوږد مهاله پكار ده  او دا په روس كښې  راروانه مياشت كښې د  ټاكنو كېدو نه پس هم روانه ساتل غواړي۔  زېلنسكي زور راوړو   د جنګ خاتمه ضروري ده  او د بنيادۍ ډهانچې د نخښه كولو نه د ډډې  كوم هم ګام د امن پلو  وړورمبے ګام ثابتېدے شي ۔ د دې نه وړاندې  د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ  وئېلي وو   روس او يوكرېن د توان په بنيادې  ډهانچه د بريدونو نه كولو ته صلاح شوي دي۔

مزید خبریں