اټک ۔14ستمبر(اے پی پی) په موټروے چھچھ انټرچېنج ته نزدې يو موټر د ټائر چاؤدلو له امله پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ يو تن مړ او 4 ژوبل شول۔ د نېشنل هائي وېز اېنډ موټروے پوليس له مخې پېښه د موټر ټائر چاؤدلو له امله رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ په ګاډي ناست 5 كسان سخت ژوبل شول۔ موټروے پوليس په وخت كارروائي …
چھچھ انټر چېنج ته نزدې ترافيكي پېښه ٬ يو تن مړ ٬ 4 ژوبل

مزید خبریں
اټک ۔14ستمبر(اے پی پی) په موټروے چھچھ انټرچېنج ته نزدې يو موټر د ټائر چاؤدلو له امله پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ يو تن مړ او 4 ژوبل شول۔ د نېشنل هائي وېز اېنډ موټروے پوليس له مخې پېښه د موټر ټائر چاؤدلو له امله رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ په ګاډي ناست 5 كسان سخت ژوبل شول۔ موټروے پوليس په وخت كارروائي كولو سره ژوبل شوي كسان فوري طبي مرستې له تحصیل هېډکوارټرز (ټی اېچ کیو) روغتون حضرو ته منتقل كړل۔ د روغتون ذريعو له مخې د دوه ژوبل شوو حالت اندېښمن و په كومو كښې چې يو په حق ورسېد۔ د نورو ژوبل شوو كسانو درملنې روانې دي۔










