پېښور ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د قومی وطن پارټۍ مركزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئيلي دي چې په صوبه كښی تلپاتې امن په ځائې كولو له به ټولو سياسي ګوندونو له يوه ګډه تګلاره خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مهمند ضلعې كمالي حليمزۍ ٬نحقي كښې د ارواښاد حاجي حكيم سيد په حجره كښې د هغه د فرند ملك سليم سردار په قومي وطن پارټۍ …
صوبه كښې تلپاتې امن په ځائې كولو له به سياسي ګوندونو له ګډه تګلاره خپلول وي: آفتاب شېرپاؤ

مزید خبریں
پېښور ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د قومی وطن پارټۍ مركزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئيلي دي چې په صوبه كښی تلپاتې امن په ځائې كولو له به ټولو سياسي ګوندونو له يوه ګډه تګلاره خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مهمند ضلعې كمالي حليمزۍ ٬نحقي كښې د ارواښاد حاجي حكيم سيد په حجره كښې د هغه د فرند ملك سليم سردار په قومي وطن پارټۍ كښې شموليتي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔آفتاب احمد خان شیرپاؤ ووئيل زمونږ 80 زره ځوانانو د هېود بقا او امن لپاره قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل صوبه كښې د امن وضعيت ښه كولو له جدي او او ګډو اقداماتو ته اړتيا ده۔ ده په صوبائي حكومت زور راوړو چې هغه دې د جلسو جلوسونو په ځائې صوبه كښې ٬ روزګار او سوكالۍ له عملي ګامونه پورته كړې شي۔ په دستوره كښې ملك سليم سردار سره خپلې كورنۍ او يارانو عزيزانو سره په قومي وطن پارټۍ كښی شمةوليت اعلان كړو۔










