نوې ډيلې ۔13ستمبر (اے پی پی) د ملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم وئيلي دي چې ملائیشین انټېلی جنس ادارې داسې كوم مصدقه معلومات يا رپورټ نه لري په كوم كښې چې دا ثابت شوي وي چې پاكسان په هند كښی د كومې رياستي ترهګرۍ كارروايۍ كښې ككړ دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې انور ابراهيم دا خبره هند كښی د بركس غونډه كښې د ګډون كولو په مهال د هندي …
پهلګام پېښه :ملائیشین وزیراعظم په پاكستان هندي تور مسترد كړو

مزید خبریں
نوې ډيلې ۔13ستمبر (اے پی پی) د ملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم وئيلي دي چې ملائیشین انټېلی جنس ادارې داسې كوم مصدقه معلومات يا رپورټ نه لري په كوم كښې چې دا ثابت شوي وي چې پاكسان په هند كښی د كومې رياستي ترهګرۍ كارروايۍ كښې ككړ دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې انور ابراهيم دا خبره هند كښی د بركس غونډه كښې د ګډون كولو په مهال د هندي ميډيا لخوا د پهلګام پېښې په تناظر كښې په پاكستان د رياستي ترهګرۍ تور په اړه د يو پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ ده وويئل زه د وزيراعظم په حېث د هغه معلومات او حقائق په بنياد خبره كولې شم كوم چې د رياستي ادارو لخوا راكړې شوې وي۔ وزیر اعظم ووئيل د ملائيشيا انټېلي جنس ادارو داسې كوم رپورټ نه دې راكړې په كوم كښې چې رياستي ترهګرۍ كښې د پاكستان د ككړ كېدو كوم تصديق شوي وي۔ د ملائیشیا وزیرِ اعظم د هند نوموړي نيوز چېنل اېن ډي ټي وي اېنكر لخوا په پهلګام پېښه د پاكستان هدف جوړولو بيانيه مسترد كولو سره ووئيل كومې هم نتيجې ته رسېدلو بې پرې او معتبر انټېلي جنس ته اړتيا وي۔ انور ابراهیم په غزه كښې اسرائيلي كارروايۍ ښكاره رياستي ترهګري وګرځوله۔ د ملائیشین وزیراعظم دې بيان سره دا خبره لا ښكاره شوې ده چې په كوم رياست له كوم ثبوت پرته د ترهګرۍ تورونه هېڅ اهميت نه لري او ملګري ملتونو دې ته كوم پام ګرځوي۔










