د نائن الېون 25 م تلين ٬ پاكستان د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې وركړې خپلې قربانۍ او لوبولې كردار په ډاګه كړو

ملګري ملتونه ۔12ستمبر(اے پی پی) د ملګرو  ملتونو سلامتي كونسل په امريكا كښې د 11 ستمبر 2001 ترهګر بريدونو 25 م تلين په موقع خصوصي غونډه وكړه په كومه كښې چې پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي له په نړيواله كچه روانو هڅو كښې د خپل اهم كردار اود القاعده ملا ماتولو له وركړې شوې قربانۍ په ډاګه كړې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل سفير عاصم افتخار احمد 15 كسيزه …

ملګري ملتونه ۔12ستمبر(اے پی پی) د ملګرو  ملتونو سلامتي كونسل په امريكا كښې د 11 ستمبر 2001 ترهګر بريدونو 25 م تلين په موقع خصوصي غونډه وكړه په كومه كښې چې پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي له په نړيواله كچه روانو هڅو كښې د خپل اهم كردار اود القاعده ملا ماتولو له وركړې شوې قربانۍ په ډاګه كړې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل سفير عاصم افتخار احمد 15 كسيزه سلامتي كونسل ته خطاب كښې ووئيل د القاعدہ خلاف د نړيوال مهم ښكاره كاميابۍ د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي هڅو او د فعاله مرستې د لارې ترلاسه شوې۔ د غونډې په پېل په 9/11 بريدونو كښې په حق رسېدليو د زرګونو په شمېر كسانو له په كومو كښې چې 7 پاكستاني وګړي هم شامل وو په ياد كښې يوې دقيقيې له خاموشي اختيار كړې شوه۔ سفیر عاصم افتخار احمد ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې پاكستان سترې قربانۍ وركړې۔ ددې پېړۍ پېل څخه تر دې دمه د ترهګرۍ په پېښو كښې 90 زره پاكستاني وګړي په حق رسېدلې دي په كومو كښی چې د امنيتي ځواكونو ٬ قانون نافذ كونكو ادارو اهلكار او بې ګناه وګړي هم شامل دي۔ دغسې هېواد ته په لويه كچه مالي زيان هم رسېدلې دې۔

مزید خبریں