لاهور۔12ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د حضرت علي هجوېري مزار ځانګړې روحاني او تاريخي اهميت لري او دا د لكھونو په شمېر مينه والو لپاره د عقيدت او احترام مركز دے۔ ده ووئيل داتا دربار ته ګرد هېواد او بهرنيو هېوادونو څخه ګڼ شمېر زائرين راځي ٬ له دې كبله زائرينو لپاره غوره آسانۍ ٬ عصري انفراسټركچر ٬ خوندي ٬ آرام ده او باوقاره …
د حضرت علي هجوېري مزار ځانګړې روحاني او تاريخي اهميت لري: اسحاق ډار

مزید خبریں
لاهور۔12ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د حضرت علي هجوېري مزار ځانګړې روحاني او تاريخي اهميت لري او دا د لكھونو په شمېر مينه والو لپاره د عقيدت او احترام مركز دے۔ ده ووئيل داتا دربار ته ګرد هېواد او بهرنيو هېوادونو څخه ګڼ شمېر زائرين راځي ٬ له دې كبله زائرينو لپاره غوره آسانۍ ٬ عصري انفراسټركچر ٬ خوندي ٬ آرام ده او باوقاره چاپېريال باوري كول بايد لومړو ترجيحاتو كښې شامل كړې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د داتا دربار دورې په موقع وكړه۔ دې څخه وړاندې نائب وزيراعظم مزار ته حاضري وكړه ٬ فاتحه يۍ ولوسته او د هېواد سلامتيا ٬ پرمخټګ ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره يۍ دعاګانې وكړې۔ وروستو ده په داتا دربار کمپلېکس كښې د روانو پرمختيائي كارونو معائنه وكړه۔ په دې موقعه د پنجاب د اوقاف سېكرټري نائب وزيراعظم ته د مجموعي پرمختيائي منصوبې ٬ د روان تعميراتي كار ٬ د انفراسټركچر بهترۍ او د زائرينو سهولتونو له د پورته كړې شوو ګامونو په اړه بريفنګ وركړو۔ نائب وزيراعظم په پرمختيائي كارونو د اطمينان څرګندونه وكړه او په ټاكلي وخت كښې يۍ د دې د بشپړ كېدو او زائرينو لپاره د هر ممكنه سهولت باوري كولو هدايت وكړو۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت به د داتا دربار پرمختيائي منصوبې كاميابۍ او په وخت پايې ته رسولو كښی هره ممكنه مرسته كوي۔










